دكندهاردوژونكوبريدونوپه اړه ورستي جزئيات

دکندهاردامنيي قومندانۍ په ودانۍ کي ددوپرله پسې ځان وژونکوبريدله امله پوليسواومراجيعونه  ته درنه مرګ  ژوبله واړول .

پېښه دورځي په څه  کم يوه بجه رامنځ ته سوه .

دکندهارامنيه قومندان مل پاسوال مطيع الله قاطع وايي چي په پېښه کې ديوه ښځينه پوليسي په ګډون ٣٠ تنه  پوليس اواته تنه ولسي مراجيعين ټپيان دي اودوه پولېس هم وژل سوي دي .

دنوموړي په خبره چې يوتن ځان وژونکې دامنيه قومندانۍ ددوهم پوړپه زينواوبل تن يې په اول پوړکې په خپل ځان پوري چاودېدونکوتوکوته چاودنه ورکړه .

امنيه قومندان  وايې چي وامنيه قومندانۍ ته دځان وژونکوپرداخلېدوباندي څېړني رواني دي اوپايلي به يې وروسته په ډاګه کړي .

يوه تن پولېس چې پخپله هم په پېښه کې ټپي سوې و وايې چي له چاودنوسره سم دامنيې قومندان دکاري دفترزياته برخه ونړېده اوهرلورته ټپيان پراته و.

دنوموړي په خبره چې دکندهاردسرحدي پولېسودرستيزوال جنرال عبدالرازق له کسانوسره يوځاي امنيې قومندانۍ ته ورغلي وچې په ټپيانوکي هم ډيرى دسرحدي پوليسودي .

په لمړيوکې دجنرال رازق دټپي کېدوخبري هم کېدلي خوعيني شاهدان وايې چې نوموړي دپېښي له ځاي څخه په لري واټن کې واوکوم زيان ندي وراوښتي .

دپېښي درامنځ ته کېدوسره سم دامنيې قومندانۍ دمخ عمومي واټ دترافيکوپرمخ وتړل سواودښارزياتربرخې دامنيتي مامورينوترڅارني لاندي وې .

عام ښاريان هم دغوځانمرګيوبريدونوسخت بيره ولي وه .

دالمړي ځل دي چې دامنيې قومندانۍ په دننه کې دوه پرله پسي ځان وژونکې بريدونه کيږي .

دغي پېښي عام خلګ هم سخت اندېښمن کړي اويوډول شکونه يې راپورته کړي چې پېښه به له ځان سره څه پايلې ولري .

تردې څومياشتي مخکې دنيمروزدوالي په دفترکې دننه هم ځان وژونکې بريدوسوچي دوالي دزوي په ګډون يې دهغه څوتنه ساتونکې ووژل .

تراوسه لاهيچاته هم نده څرګنده چې څنګه دوه تنه ځانمرګې بردکونکي امنيې قومنداني ته په ننوتلوباندي وتوانېدل .

اودډيروپه باورچې بريدکونکوحتمآپه پولېسوکې دننه ملاتړي لرل خوداچې داشکونه به ترکومه پوري حقيقت ولري له څېړنوڅخه به وروسته په ډاګه سي .

 هاخووسله والوطالبانودپېښي مسئوليت په غاړه اخېستى اوويلي يې دي چې دواړه بريدونه يې ملګروترسره کړي .

 www.bloguna.com/zwan