په ژيړي ولسوالي كي عمليات سوي
2010-09-10 06:52:01
په ژيړي ولسوالي كي تصفيوي عمليات سوي
په ژيړي ولسوالي كي د عملياتو په ترڅ كي د شپاړس تنو وسلوالو طالبانودمرګ ژوبلي خبر وركول سو
داخبره د ولايت مقام وياند په يوه استول سوي ټيليفوني پيغام كي رسنيو ته لېږلي ده
دكندهار د والي وياند زلمي ايوبي وايي چي تېره شپه د ژيړي ولسوالي په دريو كليو كي د افغان او نړيوالو ځواكونو لخوا ګډ تصفيوي عمليات ترسره سوي دي چي په ترڅ كي يې ۱۲وسوال طالبان وژل سوي او۴نور ټپيان سوي دي .
همدارنګه ايوبي دا هم ويلي چي د ګډو ځواكونو لخوا د كندهار ښار د ميربازار په سيمه كي ۱۱ تنه وژل سوي دي
د ايوبي په وينا چي په پېښه كي ملكي وګړو ته هيڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتي،خو د ګډو ځواكونو د مرګ ژوبلي په اړه يې څه نه دي ويلي .
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي
اسدالله زړه سواند