د ملكي خلګو ژوند بايد وساتل سي
2010-09-09 05:33:52
د وسلوالو طالبانو مشر ملامحمد عمر مجاهد پر خپلو ملګرو ږغ كړي چي د عامه شتمنيو او عام اولس د ژوند ساتنه دي وكړي
رسنيو ته دطالبانو لخوا په يوه استول سوي ټليفوني پيغام كي د كوچني د مباركي ترڅنګ ږغ سوي چي خپل عام اولس ته دي د هرډول تكليف رسولو څخه ډډه وسي او دا اولس دي له ځانه لېري نه بلكي خپل وجود وبلل سي او د هغوي د ژوند د خوندي كولو لپاره دي پاملرنه وكړي
دملامحمد عمر لخوا داپيغام په داسي حال كي وړاندي كيږي چي تر دې وړاندي دوسلوالو طالبانو ترڅنګ دولتي چارواكو هم دبي ګناه كسانو د مرګ ژوبلي د مخنيوي ږغ كړي وو ،خو ولي بيا هم د دواړو لورو لخوا كله ناكله ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي