غزني :- چاوديدونكي توكي نيول سوي

 اسدالله زړه سواند

په غزني ولايت كي يوموټر ددرنو وسلو او مهماتو ډک ونيول سو .

دهمدې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال محمد حسين رسنيو ته وويل چي يو کرولا ډوله موټر چي ددرنو وسلو او مهماتو څخه ډک وو دپوليسو لخوا دخشيکو په سيمه کي ديوه تن سره يو ځاى ونيول سو .

دده په خبره چي په دې مهماتو کي دراکټ او هاوان مرمۍ هم شاملي دي .

ښاغلي محمد حسين زياته کړه چي مخالفينو غوښتل داختر په شپو او ورځو کي او دغه راز دټاکنو دبهير دگډوډولو لپاره دغه مهمات په کار واچوي .چي دپوليسو لخوا يې په نيولو سره مخه ونيول .

ياد د وسلو څخه ډك موټر په داسي حال كي نيول كيږي چي سبا د اختر لومړي ورځ ده او ترڅنګ يې ټاكنو ته هم د ګوتو په شمېر ورځي پاته دي ، وسلوالو مخالفينو ګواښ كړي  چي د ټاكنو په ورځ به خپلو بريدونو ته زور وركوي