كندهار:شفافي او رڼې ټاكني به ترسره سي

 ټاكنو لپاره ګډ امنتي پلان جوړ سوي

په كندهار كي د امنيت په فضا كي د  ټاكنو د ترسره كېدو په موخه پراخه غونډه چي د دوه سوه پنځم اتل قول اردو په قومانداني كي جوړه سوي وه  دكندهار والي پوهنوال ډاكتر توريالي ويسا ترڅنګ په كندهار كي د امنتي ارګانو مسئولينو او دجنوب لويديځي حوزي دټاكنو د خپلواك كمېسيون مشر عبدالواسيع الكوزي ګډون كړي وو .
په غونډه كي پر هغه امنتي پلان خبري وسي چي د ټاكنو د ښه ترسره كېدو په موخه د افغان او نړيوالو ځواكونو لخوا جوړ سودي ددوي په وينا چي له امله به يې شفاف او رڼې ټاكني ترسره سي او خلك به وكولاي سي چي په ډاډه زړه د رايو وركولومركزونو ته ولاړ سي او خپله رايه وركړي .
تر دې غونډي وروسته كندهار والي پوهنوال ډاكتر توريالي ويسا د څلورسوه څلرم ميوند زون قوماندان شفيق فضلي ،د ټاكنو دخپلواك كمېسيون مشر عبدالواسيع الكوزي،د دوه سوه پنځم اتل قول اردو قومانداني مرستيال جنرال محمد امير بقايي په يوه خبري ناسته كي د خبريالانو پوښتونو ته ځوابونه وويل
كندهار والي پوهنوال ډاكتر توريالي ويسا د كندهار ولايت اوسېدونكو ته ډاډوركړ او وويل امنتي ارګانو يو ګډ امنيتي پلان جوړ كړي دي چي په ترڅ كي به يې بې له كومي امنتي پېښي ټاكني ترسره سي
ښاغلي ويسا په خپلو خبرو كي وويل نه يوازي د ټاكنودپاره يې امنتي تدابير نيولي بلكي د اختر په شپو او ورځو كي به هم امنيت تامين وي او د كندهار اوسېدونكي به په ډاډه زړه د نيكمرغه كوچني اختر ورځي ولمانځئ .
د څلورسوه څلرم ميوند زون قوماندان شفيق فضلي هم د ټاكنو په ورځ د هر ډول امنتي پېښو دنه  كېدو ډاډ وركړ او وويل د ټاکنو په ورځ به دايساف او افغان ځواکونو تر څنګ هوايي ځواک هم څارنه کوي څو امنتي چاري ښي وساتي.
د دوه سوه پنځم اتل قول اردو د قومانداني مرستيال محمد امير بقايي هم د خپل لوري د امنيت په ټينګښت كي دهمكاري ډاډ وركړ ،په وينا يې چي ټول ځمكني او هوايي ځواكونه به يې د ټاكنو په ورځ د خلګو لپاره خدمت كوي او ددوي لپاره د رايي وركوني زمينه برابره وي
د حوزي په کچه د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر عبدالواسع الکوزي وويل په كندهار كي پنځوس تنه كانديدان لرو اوتر يولس لكه زياتو كسانو په مختليفو وختونو كي نوم ليكنه كړي ده نوموړي وويل دا چي په ټاكنو كي به څومره كسان برخه واخلي دا په امنيت پوري اړه لري چي د امنيتي ځواكونو لخوا په هر برخه كي ډاډ وركول سوي دي.
الكوزي وويل په كندهار كي نهه سوه پنځه ديرش محله موجود دي او يوازي د غورك او ميانشين ولسواليو كي ټاكني نه ترسره كيږي
پاته دي نه وي چي د ولسي جرګي لپاره ټاكني به د سنبلي پر اووه ويشتمه نيټه ترسره سي چي اوس مهال ورته د ګوتو په شمېر ورځي پاته ده چي د ټاكنو د ورځي په رانژدي كېدو سره د امنيت په اړه هم انديښني ډېريږي .

 

اسدالله زړه سواند