زمري بشري:امنتي تدابير مو نيولي

د اختر لپاره مو کلک امنیتي تدابیر نیولي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د کوچني اختر لپاره یې په ټول هېواد کې کلک امنیت تدابیر نیولی دي.د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشريوویل، چې پولیسو ته د لومړي درجې احظاراتو امر شوی ترڅو د هرډول ممکنه ناامنۍ مخه ونیسي.بشري همداراز وویل، چې ټولې خواوې باید خلکو ته دا زمینه برابره کړي، چې د اختر شپې او ورځې په خوښۍ کې تیرې کړي.