کندهار: د ايساف ځواکونو په ډزو ۴ مسافر ووژل شول ۱۸ ټپيان شول
2010-04-12 03:39:43
کندهار: د ايساف ځواکونو په ډزو ۴ مسافر ووژل شول ۱۸ ټپيان شول
له بي بي سي څخه
موټر چلوونکي وايي هره ورځ په ډار او وېره کې پر دې لاره سفر کوي.
د کندهار چارواکي وايي نن سهار ايساف ځواکونو په ژېړۍ ولسوالۍ کې د مسافرو پر يوه ګاډي ډزې کړې، چې ۲۲ تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده .
د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل پېښه نن سهار (دوشنبه، د اپرېل ۱۲مه) سهار شاوخوا شپږ بجې هغه مهال وشوه، چې د ۳۰۳ مسافر وړونکي ګاډي چلوونکي د ايساف ځواکونو له اشارې مخ ته ولاړ .
سرچينه وايي چې ايساف ځواکونو پر ګاډي ډزې وکړې چې په پايله کې څلور مسافر ووژل شول او ۱۸ نور ټپيان شول.
ټپيان او مړي په کندهار کې د ايساف ځواکونو پوځي روغتون ته لېږدول شوي .
د کندهار د ميرويس روغتون چارواکي وايي دوی ته د هوايي ډګر له روغتونه دوه مړي او دوه ټپيان وروړل شوي دي.
خو په ژېړۍ ولسوالۍ کې د يوه سيمه ييز روغتون چارواکي وايي روغتون ته نهه ټپيان وروړل شوي.
دغه ۳۰۳ مسافر وړونکی ګاډی له کندهاره نيمروز ته د هرات پر لويه لاره وو چې له دې پېښې سره مخامخ شو .
په کندهار کې مېشتو ايساف ځواکونو ويلي ۱۲ ټپيان يې خپل روغتون ته وړي دي.
د کندهار – هرات لويه لاره وخت ناوخت د ناامنيو شاهده وي .
عيني شاهدانو ويلي چې په پېښه کې زياتره کسان د موټر د ښيښو د ماتېدو له امله ټپيان شوي.
د دوی په وينا، په ګاډي کې ښځې او ماشومان هم ول، خو دا لا تراوسه نه ده روښانه چې په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شته او که څنګه .
دا په روان ۱۳۸۹ هجري لمريز کال کې لومړۍ خونړۍ پېښه ده .
تېره ورځ وړاندې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ماين پاکانو او روغتيايي کارکوونکو پر ګاډو دوه چاودنې وشوې، چې څلور تنه پکې ووژل شول.
وړاندې هم د کابل – کندهار پر لويه لاره دا ډول پېښې رامنځ ته شوې دي، او مسافرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده .
په تېر کال کې هم ايساف ځواکونو پر يوه سراچه ډوله موټر ډزې وکړې، چې په نتيجه کې د موټر ټوله سپرلۍ ، چې عام وګړي ول، ووژل شوه .
د کندهار – هرات لويه لاره وخت ناوخت د ناامنيو شاهده وي .
پر دغې لويې لارې په جنوب کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته اکمالاتي توکي رسول کېږي، چې ډېر ځلې پرې وسله وال طالبان بريدونه کوي.
موټر چلوونکي وايي هره ورځ په ډار او وېره کې پر دې لاره سفر کوي.