دپښتون وعده
2010-04-02 05:52:01
دپښتون وعده
زه لكه شمع ستا په عشق كي سوځېږم جانانه
تا چې په غشــو د بڼــو زه ووېشــتم جـــانانه
ډېر تاثېر پروت دي ستا د دو سترګو كتو كې ګرانه
اوس لېوني يم چې پر ځان دي شيدا كړم جانانه
وعده كړه زما سره په شانې د پښتون صنمه
وعده مي خوښه د پښتون چې پښتونه يم جانانه
تل په خندا يي او خوشحاله ګرځي اي جانانه
ټـولو غمـو تـه دې يـوازي پرېښــودم جــانانه
تا چې د نازه سترګي واړولي زما پر لورې
په دغه كړنه دي بې حدخـوشحـاله كړم جـانـانه
مينه مي ژوند دي (زړه سواند )مينه كړم وطنه سره
دا خــپل وطن افغانســــتان به جـوړوم جــانـانه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مرور جانان
رانه خفه تللي اشنا نه راځې
ورپسې ژاړمه خندا نه راځې
ورته مې كړيدي زاري نه راځې
ډېر دي مغروره په رضا نه راځې
اوس يې ديدن پسې ملنګ يمه زه
كړمه دعاوې په دوعا نه راځې
ډېردي نادان په مينه نه پوهېږي
په ژړا تللي په موسكا نه راځې
ورپسي زړه مي ډېر زهير سو خدايه
په پټه راسي برملا نه رانه راځې
ورسه رويباره حال مي يوسه يارته
ور ته وايه خط ستا لخوا نه راځې
ورپسي زه( زړه سواند) رنځور سوم خدايه
ډيـر بـي وفـا دي پـه وفــا نـه راځــې
اسدالله زړه سواند :- كندهار