نوي ۱۳۸۹لمريزكال په كندهار كي
2010-03-21 08:51:27
دکندهار ولايت دخاکرېز ولسوالۍ دشاه مقصود په زيارت کي دجنډۍ دپورته کولو مراسم ترسره سول .
نوموړي مراسم چي ديکشنبې په ورځ د١٣٨٩ نوي لمريز کال دحمل دمياشتي په لومړۍ نېټه دکندهار دخاکرېز ولسوالۍ دشاه مقصود په زيارت کي جوړسوي پکښي دکندهار ولايت مقام دچارو لوى رئيس حاجي محمد انس ، د٤٠٤ ميوند زون دپوليسو مرستيال جنرال ميرويس نورزى ، امنيه قومندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځى داطلاعاتو اوفرهنګ سرپرست رئيس عبدالقديم پتيال او دښار او ولسواليو په سلګونو مېله والو هيوادوالو ګډون پکښي کړى وو.

دهيواد دنورو ولايتونو په څېر پکښي دجنډۍ دپورته کولو مراسم پرځاى سوه مراسم چي دقرآن کريم په

تلاوت سره پيل سوه.ورپسې دکندهار داطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رئيس عبدالقديم پتيال دکندهار والي پيغام ولوست چي پکښي ټولو هيوادوالو ته دنوي کال مبارکي ويل سوې وه او دغه کال يې دسوکالۍ کال دټول ملت لپاره پکښي هيله کړې وه دپيغام په يوه برخه کي راغلي وه .دسپېڅلي څښتن له درباره څخه

دغه کال دسمسورتيا او آبادۍ څخه ډک کال غواړم هيله مي ده چي دتير کال په څېر دوينوچاودنو او بد مرغيو شاهد نه وي هغه کړېدلي هيوادوال او په خاصه توګه دکندهار ولس چي په تير کال کي يې ددښمنانو دشوم فعاليت په ترڅ کي دکورنۍ غړي له لاسه ورکړي او يايې زخميان درلودلي دي هغوى ته دپراخي حوصلې غوښتونکى يم .

همدا راز دکندهار ولايت مقام دچارو لوى رئيس حاجي محمدانس ، د٤٠٤ ميوندزون دپوليسومرستيال او امنيه قومندان هم دمراسمو برخوالو ته خپلي ويناوي واورولې دوى ټولو دنوي کال مبارکي خپلو هيوادوالو ته وړاندي کړې او دلوى خداى (ج) له درباره يې وغوښتل چي داکال نور يو دسولي آبادۍ او ملي يووالي کال وي او ټول هيوادوال مو دامن په فضاکي خپل ژوند ته ادامه ورکړي .

بايد وويل سي چي دکندهار ولايت په بېلابيلو ميله ځايونو کي دنوي کال لومړۍ ورځ دځوانانو او ميله والو لخوا په پوره خوشحالۍ سره ولمانځل سوه .