كندهار:- دشپي پوهنځي لپاره د كانكور ازموينه واخيستل سوه
2010-03-06 05:46:05
دراپور تفصيل په كندهار كي د كانكور د متفريقه ازمويني ترڅنګ د شپې د پوهنځيو لپاره هم ازموينه واخيستل سوه. ازموينه د جمعې په ورځ د كندهار پوهنتون د مسؤلينو لخوا واخيستل سوه چي د ازمويني دسوالونو د صندق قلف د كندهار والي د مرستيال غلام جيلاني همايون لخوا د كابل څخه د راغلي هيئت د كندهار پوهنتون مشرتابه او استادانو د سهيلي حوزې د ولايتونو د محصلينود استازو په حضور كي خلاص كړل سو. دكندهار پوهنتون رئيس ډاكتر حضرت مير طوطاخيل د ازمويني په اړه وويل چي د كانكور متفريقه ازموينه لپاره اته سوه يو او دشپې پوهنځيو لپاره يو سلو شپږ شپيته تنو نوم ليكنه كړې وه چي د هغې جملې څخه د اووه سوه نولس تنو كارتونه د پلازميني كابل څخه راغلي دي نوموړي وويل چي متفريقه ازموينه د سهيلي حوزې د هغو نارينه او ښځينه زده كوونكو څخه اخيستل كيږي چي په تېر كانكور ازموينه كي بي نتيجې پاته سوي دي او يا يې د ځينو ستونزو له امله په ازموينه كي ګډون نه وي كړى او د شپې پوهنځيو لپاره د كانكور ازموينه بيا يوازي د كندهار د اوسيدونكو څخه چي په دولتي يا غيري دولتي دفترونو كي كار كوي او نه سي كولاى چي د اقتصادي ستونزو له كبله د ورځي لخوا لوړي زده كړي تر سره كړي اخيستل كيږي چي ډيرو نارينه او ښځينه كسانو ګډون پكښي كړى وو. دكندهار والي پوهنوال ډاكتر توريالي ويسا د ازمويني پروسه شفافه وبلله او ددې تر څنګ يې په دې خوښي وښوده چي په كندهار كي د شپې د پوهنځيو لپاره هم ازموينه اخيستل كيږي او هغو كسانوته چي د ورځي لخوا كار كوي او نه سي كولاى چي د اقتصادي ستونزو له كبله لوړي زده كړي وكړي او يا هم دولتي مامورين دي چي د ورځي په دفترونو كي كار كوي دشپې په پوهنځيو كي دلوړي زده كړو زمينه برابره سوې چي كولاى سي اوس د كندهار پوهنتون د شپې په پوهنځيوكي د ښووني او روزني او زراعت پوهنځۍ كي لوړي زده كړي ترسره كړي چي دا يې په كندهار كي د لوړو زده كړو د مينه والو لپاره يو ښه ګام وباله نوموړي دا هم وويل چي په دولتي ادارو كي به د كاري وړتيا د لوړولو لپاره تر ډيره ځايه ګټور تماميږي. هغه كسان چي اوس مهال په دولتي ادارو كي كاركوي او د شپې پوهنځۍ لپاره يې ازموينه وركول ډير خوشحاله وه او په دې يي خوښي وښوده چي ددوى لپاره د لوړو زده كړو زمينه برابره سوې تر څو دوى هم كار وكړي او هم لوړي زده كړي ترسره كړي په كندهار كي د كانكور متفريقه او د شپې پوهنځيو لپاره په داسي حال كي ازموينه اخيستل كيږي چي اوس مهال په دولتي اداروکي مسلكي اشخاص او په ښوونځيوكي مسلكي ښوونكي ډير كم تر سترګو كيږي چي د خلكو په وړاندي يې يو لړ ستونزي را ولاړي كړي دي د كار پوهانو په وينا كه چيري همداسي ځوانانو او د ټولني نور غړوته د لوړو زده كړو زمينه برابريږي اوبيا تر لوړو زده كړو وروسته په كار وګمارل سي له يوې خوا به ټولنه د جهل له تورو تيارو څخه خلاصه سوې وي او له بلي خوا به خلك له هغه ستونزو څخه خلاص سي چي اوس مهال ورسره مخامخ دي.
اسدالله زړه سواند