كندهار:- د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ووژل سو

د کندهارولايت داطلاعاتواو فرهنګ رييس ووژل شو

 
دکند هار ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالمجيد بابي  په کند هار ښار کې ووژل شو

 دکند هار ولايت دامنيې قو ماندا نۍ مرستيال محمد شاه فارو قي ددغه خبر دتاييد ولو په ترڅ کې رسنيو ته وويل د دغه ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس نن سهار کله چې له خپل کور څخه دفتر ته روان وو دکندهار ښار په څلورمه نا حيه کې دباميزو په كوڅه كي د ناپيژندل شويو کسانو له خوا   د نهو بجو په شاوخواكي په رڼا ورځ په ډزو سره ووژل شو اود پيښې په اړ وند تر اوسه پورې څوک نه دى نيول شوى.

د کندهار دولايتي شورا ريس احمد ولي کرزي غرمه مهال په يوه خبري ناسته کي د عبدالمجيد بابي پر وژنه سخته خواشيني وښوده او د ولايتي شورا په استازيتوب يي دبابي وژنه د افغانستان او ټولو پښتنو دپاره لويه ضايعه وبلل .
 احمد ولي کرزي د افغانستان پر ټولو امنتي ارګانونو نيوکه وکړه چي د کندهار دپاره په خپله دنده کښي پر هيڅ حساب دي هغه غوښتنه وکړه چي کندهار ته يو لوړ پلاوي را رواستول سي او دکندهار امنتي حالت چي ورځ تر بلي کړکيچن کيږي او نور د زغملو وړ نه دي له نژدي وڅاري او دي  ستونزي ته دي دحل لاره پيدا کړي .
 .
دبابي وژنه وسلوالو طالبانو پرغاړه  اخستي ده او ويلي يي دي چي عبدالمجيد بابي دوي وژلي دي