څولسېزي جګړي او پر افغانانو يي تاثيرات
2010-02-23 23:41:36
لكه څرنگه پوهيږوجنگ جگړي دهري ټولني اقتصادي،ښوونيز،ټولنيز، كلتوري اوان تردي پوري چي دټولني هره برخه زيانمنه وي او ددي ترڅنگ ئي دوگړو زهنونوته په پوره توگه سره زيان رسوي اوپه روهي تكليفونوسره اخته كيږي په روهي تكليف داخته كيدو څخه ورسته انسان په ورځ كي ډير داسي كارونه كوي چي په هغه لحظه سره پښيماني څرگنده وي يوي نوي څيړني وويلي چي دافغانستان زيات وگړي په روحي ناروغي باندي اخته دي چي علت يي په تيرو دوروكښي جنگ اوپه هغه كښي دبيلابيلوكېميائي موادوستعمالول دي دايوه ساده خبره نه ده چي ټولنه بيرته وخپل نورمال حالت ته راوگرځي اوبيرته هغه څه چي دجگړوپه وخت كښي ئي په زهنونو كښي دانځورپه توگه پاته وي هغه انځور ددماغ څخه وباسي او پرځاي يي بلل انځور ځوړند كړي هغه زورزياتي دياده وباسي چي د ده د كورني اود ده نازولوماشومانو په وړاندي دپوهي دوښمنانو لخواڅخه ترسره كيدل په تېروجنگونو كښي دښمن يواځي هڅه كړي ترڅو زموږ دوگړوپه زهنونوي كي داسي مفكوري ورزي چي دعصري علم څخه نفرت پيدا كړي اودوي خپل هدف ته ځان ورسوي چي همداسي هم وسول زموږټولنه چي يوه مذهبي ټولنه ده خپل دين ته ددرناوي په خاطر سره هغه څه كوي چي ددوي په نظر سره سم وي اودين خوندي پكښي ساتل كيږي زموږ په ټولنه كښي ښوونځي ته اولادونه استول پخوايوپيغورگڼل كيدي يوازي به ئي دمسجد ديني درس به ئي په وايه ځكه چي عصري زدكړي يوه نوي خبره وه دڅه وخت په تيردو سره په ښاراولسواليوكي ښوونځي پرانستل سوي چي دښاراودكلوډيرولږو ماشومان به ښوونځي تلل اودرس به يي په ډيره مينه سره بيله دكورنۍ دتشويق اوهڅونۍ څخه وايه كله چي په هيواد كښي جنگ گړي پيل سوي په ډيرلږ وخت كښي دښوونځيو زده كوونكي مخ پركميدوسول اودڅه وخت په تېريدو سره دښوونځيو دوروازي دزكوونكوپرمخ وتړل سوي زدكوونكي پرسړكانواو كوڅوكښي بيله ښووني او روزني څخه لوي سول او زموږ دپوهي دوښمنان وخپل ناوړي هدف ته ورسيدل دطالبانو دحكومت په راتلوسره زياتي مدرسي اودكوتوپه شميرښوونځي يوځلي بيادزدكوونكوپرمخ پرانستل سوي چي په ښوونځيوكي هم مدرسي ته ورته درس تدريس كيدي او په دي وخت كښي موږ هرڅه دلاسه وركړي وه هرڅه مو دگاونډيو هيوادونو پاكستان اوايران څخه ترلاسه كول او ديوي وړي ناروغي دعلاج لپاره موپه خپل وطن كښي تداوي نسواي كولاي اوطنوالوموډيري خواري وزغملي كله چي انتقالي دوره دښاغلي حامدكرزي لخواڅخه رامينځته سول نودخلگوسره نوي هيلي اواوميدونه پيداسول اوځپل سووگړوچي په وطن كي اوسيدل اوهغو مسافرو چي دوطن څخه دباندي شپي اوورځي په خواري كي تېرولي اودخپل وطن هرڅه ئي دلاسه وركړي ورته ښكاره سول او ټولو هوډ وكړچي خپل وطن به له سره اباوو، نويواځني لار ئي داوه چي ټول بايد خپل اولادونه ښوونځي ته واستوي اودخپل وطن ابادول ئي يوازي په ښوونه او روزنه كښي وليدل
خو موږ چي اوس ګورو خلك هغه ډول هوسا او ارام ژوند ونه كړاي سواي لكه څنګه چي خلكو د نوي حكومت د راتګ سره فكر كوي يو ځلي بيا يي پر اميدونو خاوري واوښتي او بيا هم په ځينو ځايونو كي جنګ جګړي شروع سوي
افغانان نور له دي جنګ او جګړو څخه ستړي سو ي او يو ارام او سوكاله ژوند غواړي خوداچي ددوي دا ارمان به كله پوره سي او دوي به كله د ودان ،سوكاله او پرمختلي افغانستان اوسيدونكي سي وخت به يي څرګند كړي
اسدالله زړه سواند :- كندهار