دجنګ ځپلو كورنيو سره مرسته وسوه

په كندهار كي د افغاني سري مياشتي درياست لخوا د بيځايه شوو كورنيو سره د خوراكي او غيري خوراكي توكو مرسته سوه

ياده سوي مرسته چي د يكشنبي په ورځ د سره صليب او افغاني سري مياشتي د ټولني لخوا په ګډه برابره سوي وه د هلمند ، كندهار ارزګان او زابل ولايتونو پر هغو  دوه سوه اوياكورنيو باندي وويشل سوه چي د جنګ جګړو له امله كندهار ته را كډه  سوي وو

 د سري مياشتي د مرستو د ويشلو مسؤل عبدالكريم رحماني رسنيو ته په خبرو كي د مرستي په اړه وويل چي په مرسته سوو توكو كي پنځلس قلمه خوراكي او غيري خوراكي توكي شامل دي

همدارنګه نوموړي پر ټولو هغو ملي سوداګرو او شتمنو هيوادوالو چي غواړي د جنګ ځپلو او غريبو  كورنيو سره مرسته وكړي ږغ وكړ چي خپله مرسته دي د افغاني سري مياشتي د رياست سره شريكه كړي او د همدي لاري دي خپل مرسته د جنګ ځپلو او بيچاره كورنيو ته ورسوي

د هغو كورنيو غړو چي د جنګ له امله يي خپلي سيمي پريښي او كندهار ته راكډه سوي وه او مرسته يي هم ترلاسه كړي ووه د داډول مرستو څخه خوښ وه او ددي ته ورته نورو مرستو د كولو غوښتنه يي كوله ددوي په وينا چي خپل هرڅه يي د جنګ جګړو پر مهال دلاسه وركړي او خپل هرڅه يي پريښي او كندهار ته راكډه سوي دي

پاته دي نه وي د سري مياشتي ټولنه يو خيريه ټولنه ده چي هروخت يي دجنګځپلو ، بي ځايه سوو،سيلاب ځپلو او نورو غريبو او بيچاره كورني سره پر وخت اوزمان مرستي كړي دي  چي د هغي جملي څخه  د تېر دوه زره نهم ميلادي كال راهيسي د سره صليب او افغاني سري مياشتي د رياست لخوا يوازي د دوه زره دري سوه اوه څلويښت هغو كورنيو سره د خوراكي او د كور د نورو اړينو سامان آلاتو مرسته سوي چي د جنګ جګړو له امله يي خپل سيمي او كورونه پريښي او نور سيمو ته كډوال سوي وه  

 

 اسدالله زړه سواند :- كندهار