په كندهار كي ښوونكي او زده كوونكي له ستونزو سره مخ دي
2010-02-10 04:51:53
دكندهار ولايت د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دي چي د ښووني او روزني په وړاندي يي ډيري ننګووني پرتي دي
د كندهار ولايت د ډيرو ښوونځيو ښوونكي او زده كوونكي په ښوونځيو كي د درسي كتابونو او نورو درسي توكو د نشتوالي څخه سرټكوي او وايي چي يو ښوونيز كال او سمهال ترنيمايي هم ډير اوښتي خو ولي دوي بيا هم درسي توكي نه لري د كندهار ښار د كوكرانو په سميه كي دغازي امير امان الله خان ښوونځي هم يوه له هغه ښوونځيو څخه ده چي ښوونكي او زده كوونكي يي د درسي توكو او ددرسي ټولګيو د نه شتون څخه شكايت كوي او وايي چي ديارلس سوه اته اتيا ښوونيز كال څلور نيم مياشتني ازمويني هم پاي ته رسيدلي خو ولي دوي بيا درسي توكي او د زده كوونكو لپاره درسي ټولګي نه لري نوموړو دا هم وويل چي د ښار څخه د ليرو پرتوسيمو ښوونځيو ته په همهغه ډول پاملرنه نه كيږي كوم چي د كندهار ښار مركزي ښوونځيو ته كيږي
![]()
د كندهار ولايت د پوهني رياست سر پرست رئيس نجيب الله احمدي بيا وايي چي نه يوازي د كندهار ښار څخه په ليرو پرتو سيمو كي ښوونكي او زده كوونكي د درسي توكو د نه شتون سره مخامخ دي بلكي د كندهار ښار مركزي ښوونځي هم دي ته ورته ستونزو سره لاس او ګريوان دي
همدارنګه نوموړي رسنيوته په خبرو كي وويل چي د پوهني وزارت د نورو حوزو په سطحه سهيلي حوزي ته خاصه پاملرنه نه كوي او زموږ ښوونځي تر اوسه درسي كتابونه نه لري او د پوهني وزارت د دوي سره دا وعده كړي چي په ديارلسوه نهه اتيايم كال د جوزا پر پنځلسمه نيټه به موږ ته درسي كتابونه ورسوي په داسي حال كي چي هغه وخت به زموږ يو ښوونيز كال پاي ته رسيدلي وي
![]()
پاته دي نه وي چي له يوي خواپه كندهارښار كي د ښوونځيو زده كوونكي او ښوونكي د درسي توكو او د درسي ټولګيو د نه شتون څخه سر ټكوي بل خوا د كندهارولايت په ډيرو لېرو پرتو سميو كي ډير شميرښوونځي د زده كوونكو پر مخ تړل سوي دي او زده كوونكي ښوووني او روزني ته لاس رسي نه لري
دا په داسي حال كي ده چي څو ورځي وړاندي هم د ښووني او روزني د بهير د پياوړتيا او د كندهار ولايت كي د تړل سو ښوونځيو د بيرته پرانيستلو په اړه د كندهار والي پوهنوال ډاكتر توريالي ويسا په مشري په ولايت مقام كي غونډه جوړه سوي وه او د ښووني او روزني په وړاندي د سته ستونزو لازمي سلا مشوري او پري كړي وكړي