كندهار:- وروستيو اورښتونو مالي او ځاني زيانونه اړولي دي

وروستيو اورښتونو مالي او ځاني زيانونه اړولي دي

 

 

 

 په كندهار كي  د سختو او شديدو اورښتونو له امله  د كندهار په ښار او ولسواليو كي خلكوته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي چي كندهاروالي پوهنوال ډاكټرتوريالي ويسا په داسي حال كي چيد چارو لوي رئيس حاجي محمد انس كندهار ښار وال غلام حيدر حميدي د طبعي پيښو په وړاندي د چمتوالي د رياست مسولين هم ورسره ملگري وه د زيانمنو سوو سيمواوخلكو څخه له نيژدي ليدنه وكړه .

 


كندهاروالي پوهنوال ډاكتر توريالي ويسا په سيلاب ځپلي سيمه كي رسنيوته د خبرو پر مهال وويل چي دغه اورښتونه نه يوازي داچي زيانونه يي اړولي بلكي د كندهار د شاولي كوټ ولسوالي د باختو په سيمه كي دوه عرادي موټره اوبو وړي چي په يوه كي شپاړس تنه سپرلي وه او شپاړس تنو څخه يي د شپږو تنوجسدونه موندل سوي دي لس تنه او بل موټر  تر اوسه  لادركه دي .او همداسي د طبّعي پيښو په وړاند د چمتوالي او مبارزي رياست د ټاكل سوي هئيت لخوا پنځه سوه لس كوره چي اوبو خراب كړي هم ثبت سوي دي  او په ښار او ولسواليو كي ځني سيمي د اوبو تهديد لاندي دي او په دغه كورنيو كي ډيرى كوچي هيوادوال دي چي ترخيمو لاندي ژوند كوي د ډيرو اوبوله كبله له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي .


همداراز كندهار والي پوهنوال ډاكتر توريالي ويسا وويل چي په ښار كي ځني ودانى پر خپل سر جوړيسوي چي د ويالو او كانالونو مخه يي نيولي چي هغه اكثره يي له منځه تللي او ډيري ستونزي هم له همدي امله رامنځ ته سوي دي نوموړي وويل چي دوي د مرستندويه موئسيسو او د ايساف ځواكونو او د مدني ټولنو سره په تماس كي دي تر څو په ډير لنډ وخت كي د سيلاب ځپلو سره داړينو توکو مرسته وسي.

دغه راز کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا دکوچيانو دهغه کږديو او کوچي هيوادوالو سره وکتل چي سيلا بونو زيانونه ور اړولي دي کندهار والي دوي ته ډاډ ورکړى چي په ډير لنډ وخت کي به دامکان تر حده مرستي تر تاسو پوري ورسوي .

بيا وروسته کندهار والي ديکشنبې په ماښام دهيوادوالو هغه کارونه هم وستايل چي دکانالونو په خلاصولو او دخپلو هيوادوالو دژوندي ژغورلو په موخه يې دشپې تر ناوخته پوري کار کاوه .

 

دتيري شپې داورښتونو له امله يوه اظطراري کمېټه دکندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا په مشرۍ جوړه سوه .په دې کمېټه کي دکندهار يو شمير رئيسانو او مرسته کوونکو مسئولينو دملي اوردو،ملي پوليسو اودايساف دځواكونواستازو گډون پكښي کړى وو .په غونډه كي دهغو کسانو سره چي دتيري شپې داورښتونو له امله زيانمن سوي وه خبري وسوې .

وروسته دکندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا په يو مطبوعاتي کنفرانس کي وويل چي تردي مهاله نړيوالومرستندويه موسيسو داورښتونو له کبله دزيانمن سوو کسانو سره هيڅ ډول کومک نه دى كړى  ولي خپله دولتي ادارو چي څه امکانات په لاس کي درلوده د ٥٠٠ زيانمنو سوو کورنيو ته دمرسته موادبرابر كړي  .چي په دې کي خوراکي مواد او دکور ضروري وسايل شامل دي .

همدارازنن ماښام دكندهارښار ددوراهي سمي ته نيژدي پرهغه ۵۰۰ كوچي كورنيوباندي چي داورښتونوڅخه سخت زيانمني سوي وي دكلودپراختيااو دسري مياشتي له خوا مرسته وويشل سول .

دغه مرستي چي داسطراري كميټي دعاجلي غونډي وروسته چي دكندهاروالي په مشر ي جوړه سوي وه دولتي اداروته امر وسوچي هغه موادچي خپل په لاس كي لر ي له زيانمنوسوو كور نيوسره مرسته وكړي .

همدارازدكندهاروالي پوهنوال ډاكټرتوريالي ويسا په امردپنجوايي ولسوالي په خاک شفا کلي کي ۲۵۰تنه چي دترنك او ارغستان درودونوپه منځ كي دسيلاب داوبو له امله بند پاته وه دملي اردو هوايي لوا ددووچورلكو  په واسطه دخطرله ساحي څخه راويستل سول اومناسب ځاي ته انتقال سول .

دكندهاراوسيدونكي دكندهاروالي او دنورودولتي چارواكوڅخه چي پروخت يي تيره شپه او نن دورځي له سيلاب ځپلوسره دمرستي اقدام ړوكړ خوښي څرگنده وي او وايي چي له سيلاب ځپلو سره دي دنوروخواركي او دكوردضروري سامان لاتو مرسته وسي ترڅو په دي سخته سړه هوا كي خلكودبيلا بيلو ناروغيواو مرگ څخه وژغورل سي .