كندهار :-نشه يي توكي نيول سوي

د كندهار ولايت د هوايي ډګر سرحدي پوليسو د يو اندازه هيروينو د نيولو خبر وركړ

دكندهار د هوايي ډګر د سرحدي پوليسو درستيز وال سمونمل سيدمحمد رسنيو ته وويل چې  ددوي د پوليسو لخواد پنجشنبي په ورځ دوه نيم كيلو ګرامه هيروين د يوه تن سره يوځاي  چي غوښتل يي د هندوستان هيواد  ته يي وليږدوي نيول شوي  دي                                       

  د نوموړي په وينا  چي نيول سوي كس عبدالنظرنوميږي او  د جوزجان ولايت اوسيدونكي دي

خونيول سوي كس بيا ويل چي په غلطي سره دده لاسي بكس د كوم چا سره بدل سوي دي او دي دهيروينو په لېږدولو كي كوم لاس نه لري

  چي د سرحدي پوليسو قوماندان دنوموړي خبره ردوي او وايي چي تورن كس د خپل جرم د پټولو دپاره دا ادعا كوي او وايي نوموړ ي اصلي مجرم دي او د تلاښي پرمهال د  خپل بكس سره يو ځاي نيول سوي دي

د يادوني وړ ده چي د كندهار د هوايي ډګر څخه هره اوني د پنجشنبي په ورځ د اريانا افغان هوايي شركت الوتكه دكندهار څخه هندوستان هيواد ته پرواز لري چي په سلګونه مسافر دهندوستان هيواد ته ليږدوي

چي ډير وخت دي ته ورته پيښي رامنځ ته سوي وي او هغه كسان  چې غواړي هندوستان هيواد ته نشه يي توكي وليږدوي د كندهار د هوايي ډګر د سرحدي پوليسو لخوا نيول سوي