په ژيړي ولسوالي كي پلټونكي عمليات ترسره سوه
2010-01-04 07:39:34
په كندهار كى دافغا ن او ناتو ځواكونو د گډو پلټونكو عملياتو په ترڅ كى ددولت دوولس مخالفين او ديوه ماين د چاودنى له امله دناتو څلور سرتيرى وژل شوى دولتى چارواكى وايي په دى عملياتو كى د هوايي ځواك څخه هم كار اخستل شوى .
د افغا ن امنيتى ځواكونو او دناتو دځواكونو لخوا دا پلټونكى عمليا ت د يكشنبى په ورځ سهار وختىد كندهار د ژيړۍ اوپنجوايي ولسوالۍ تر مينځ د بدوانو په سيمه كى پيل او دورځى تر ناوخته يي دوام درلود د ژيړۍ ولسوالۍ د امني قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندى د مبارزى مدير همايون درانى وويل چى په دى عملياتو كى چى د هوايي ځواك څخه كار واخييستل شو په ترڅ كى يي ددولت دوولس تنه مخالفين ووژل شول خو دعملياتو پر مها ل د ناتو دځواكونو پر يوه پوځى ټانك د ماين دچاودنى له امله د ناتو څلور سرتيرىهم وژل شوى .
د ژيړۍ ولسوا ل نيازمحمد سرحدى د دولت دمخالفينو دمرګ ژوبلى او دناتو د ځواكونو پر پوحى ټانك د ماين دچاودنى خبر تاييد كړ خو د مرګ ژوبلى دشميرى په اړه يي بى خبرى څرګنده كړه .خو دناتو ځواكونو او طالبانو تردى مهاله په دى اړه څه ندى ويلى .