كندهار:-د ترافيكي پيښي له امله دولسو تنو ته مرګ ژوبله واوښتله
2010-01-04 07:38:00
دكندهار سپين بولدك پر لويه لار د ترافيكي پيښي له امله دولسو تنو ته مرګ ژوبله واوښتله
ياده سوي پيښه د يكښنبي په ورځ ماښام ناوخته د لس نيمو بجو په شاوخوا د كندهار سپين بولدك ولسوالي پر لويه لار د تخت پل په سيمه كي يوه عراده ټيلر موټر او يوه عراده موني موټر د ټكر له امله رامنځ ته سوه چي پكښي څلور تنه شيهيدان او اته تنه ټپيان سوي دي
د ميرويس روغتون سرطبيب محمد داود فرهاد كندهار راډيو تلويزيون ته وويل چي د پيښي د ځاي څخه څلور تنه شهيدان او اته تنه ټپيان وروړل سوي دي چي شهيدان سوي څلورسره تنه نارينه دي او په ټپيانو كي دوښځي هم شاملي دي چي ټول د يوي كورني غړي دي
د كندهار ولايت د ترافيكو امر محمدالله خان د پيښي علت د موټر چلوونكي بي احتياطي وبلله او وويي ويل چي موټر چلوونكي د ډير تيز سرعت څخه كار اخيستي چي په نتيجه كي دغه دردناكه پيښه رامنځ ته سوه
همدا راز نوموړي پر ټولو موټر چلوونكو ږغ وكړ چي د موټر چلوني پر وخت دي د احتياط څخه كار واخلي او تر څنګ دي د موټر چلووني په هغه كورسونو كي برخه واخلي چي د ترافيكو د امريت لخوا په لاره اچول سوي تر څو په راتلوونكي كي ددي ډول پيښو شاهدان ونه اوسو
پاته دي نه چي په روان ديارلس سوه اته اتيا وم كال كي په كندهار ولايت كي يو سلو نهه ويشت ترافيكي پيښي رامنځ ته سوي چي په هغو كي دولس د ملي پوليسو يوه پيښه د ملي اوردو د ځواكونو له خوا او نوري يو سلو شپاړس پيښي د ملكي موټر چلوونكو لخوا رامنځ ته سوي دي
چي ترافيك يي علت د موټر چلوونكو بي احتياطي بولي او په ترافيكي قوانيو نه پوهاوي دي چي له امله يي دا ډول درد ناكي او غمګيني پيښي رامنځ ته كيږي چي پكښي زموږ ډيري بي ګناه هيوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي