په جنوب لويديځه حوزه كي دكانكور ازموينه واخيستل سوه
2009-12-16 04:06:00
د۱۳۸۸ كال ددولسموټولګيودفارغينوڅخه دكانكور ازموينه واخيستل شوه

په كندهار كي د جنوب لويديځي حوزي د دولسمو ټولګيو د يوزرو دوه سوه نهه تنو فارغينو څخه د كانكور ازموينه واخيستل سوه.
ازموينه د سه شنبي په ورځ په داسي حال كي واخيستل سوه چي د كانكور د ازمويني د سوالونو صندقونه چي د پلازمېني كابل څخه راوړل سوي وه د كندهار والي پوهنوال ډاكتر توريالي ويسا لخوا د كابل څخه د راغلي هئيت ،د كندهار پوهنتون د رئيس او استادانو په حضور كي خلاص كړل سوه.

كندهار والي پوهنوال ډاكتر توريالي ويسا خوښي وښوده چي د جنوبي لويديځي حوزي د دولسو ټولګيو د فارغينو څخه د كانكور ازموينه اخيستل كيږي او دوي ته دا زمينه برابريږي چي لوړي زده كړي وكړي او د همدي لاري ځوانان كولاي سي چي د خپل هيواد لپاره د خدمت مصدر وګرځي

ښاغلي ويسا د كانكور د ازمويني پروسه شفافه وبلله او څخه يي غوښتنه وكړه ترڅودسوالونو په جواب وركولودپوهنځي په نتخاب كي دقيق اوسي اوهم يي دكابل څخه دراغلي هيئته وغوښتل تر څوددازمويني نتايج پروخت او عادلانه ډول اعلانكړي

د كندهار پوهنتون رئيس ډاكتر حضرت مير طوطاخيل بيا وويل چي په جنوب لويديځه حوزه كي يو زره دوسوه نهه ويشت تنو نوم ليكنه كړيده چي د هغو جملي څخه د نيوي تنو په شاوخواكي ښځينه فارغين دي نوموړي داهم وويل چي د تېرو كلونو په پرتله داځل ډيرو زده كوونكو د كانكور په ازموينه كي ګډون كړي

د نوموړي په وينا چي تېركال د متفريقه ازمويني ترڅنګ يوزرو دري سوه پنځو تنو د دولسم ټولګيو فارغيونو ازموينه وركړي وه چي دا ځل به د متفريقه ازمويني په اخيستلو سره دكانكور ازمويني د وركوونكو شميره دوزروتنو ته ورسيږي چي په اوسني ازموينه كي يوزر دوه سوه نهه تنوګډون كړي .

دوتنو چي د كانكور ازموينه يي وركول خوښي وښوده چي دكانكور په ازموينه ګډون كوي او لوړو زده كړو ته لار پيداكوي

خو د مسولو چارواكو څخه يي غوښتنه كوله چي تر ازمويني وروسته دي د دوي په نتايجو كي د پوره غور څخه كارواخلي او دا پروسه دي په شفافيتوب سره پرمخ بوزي

پاته دي نه وي چي تر دي ازمويني وروسته به د هغو كسانو څخه چي په تير كانكور ازموينه كي بي نتيجي پاته سوي او يا يي هم په دي كانكور ازموينه كي برخه نه وي اخيستي ډير ژر متفريقه ازموينه واخيستل سي
اسدالله زړه سواند