ولسي ادب مي لوستى
2009-12-15 08:54:49
ولسي ادب مي لوستى
عجيبه کمال مي کړى
ولسي ادب مي لوستى
ولسي شعرونه لولم
ولسي شعرونه اورم
اوښه ډېر مي اوس زده کړي
چي هم خپله خوند ترې اخلم
هم د نورو ډېر خوښيږي
_ _ _ _ _ _ _ _ _ _ _
يوه ښه مسته نجلۍ مي
په لنډيو ده، رام کړې
تليفون کي راته وايي:
بي بي سي راډيو ته ناسته
پروګرام دي پر وخت اورم
نور دي ټول پروګرام بلخوا
بس لنډۍ دي زما خوښيږي
اه، ته غوږ سه هارون جانه
اوس زه هم څو درته وايم
نن مي تر سترګو_سترګو کېږې
ژر دي ماښام سي چي په خوب دي ووينمه
چي نیمه شپه سي ځان بيدار کړه
چي پکښي واورې د ويشتلو فريادونه
_ _ _ _ _ _ _ _ _ _ _
عجيبه کمال مي کړى
ولسي ادب مي لوستى
ولسي شعرونه لولم
ولسي شعرونه اورم
اوښه ډېر مي اوس زده کړي
چي هم خپله خوند ترې اخلم
هم د نورو ډېر خوښيږي
کاکړۍ غاړي لا ښې دي
رنګا رنګ مسرۍ پکښې دي
د بوري د کاکړانو
ځوان شاعرمي په ګيرکړئ
ايميلونه ډېر راليږي
ايملونه ورلېږمه
کاکړۍ غاړي راليږي
زه هم ډېري ورلېږمه
دغه غاړي ډېري ليکي :
پردېسۍ څوني ازاد کړې
ما ژړل چي به چا ياد کړې
که راځي نازک دي راسي
په شپو ځنډ څه له کښېباسې
زما و ستا ياري دلې
بيخي بوري له به راځې
_ _ _ _ _ _ _ _ _ _ _
عجيبه کمال مي کړى
ولسي ادب مي لوستى
ولسي شعرونه لولم
ولسي شعرونه اورم
اوښه ډېر مي اوس زده کړي
چي هم خپله خوند ترې اخلم
هم د نورو ډېر خوښيږي
بابولالي مي دي خوښي
ديکلومه يې هم کومه
ميندي ډيري په خوښيږي
پر پېغلوټو ښې لګېږي
د هغو خو بيخي زړه چوي
چي لنډ وخت کي وديږي
اناګانو او سپينسرو ته
ځوانۍ ورپه يادېږي
د زومانو سره خيال د_
ناميتوب لا تازه کيږي
تر بالښت لاندي انار دئ
بابولاله
اله
داسي زوم...ووو
ها
مو راوستلى...
چي نامي د کندهار دئ.
هارون حكمي