كندهار:-دولايتي شورا رايي بيا وشميرل سوي

په كندهاركي دولايتي شورالپاره داچول سوو رايوله ډلي څخه دځينو صندوقونو درايو شمېرنه دسره پيل سوه

په كندهاركي دولايتي شورالپاره دځينوكانديدانودشكايتونوپراساس داچول سوو رايوله ډلي  څخه دځينو صندقونو درايو شمېرنه دسره پيل سوه

داسد دمياشتي پرنهويشتمه نېټه دولسمشرۍ اوولايتي شوراگانو ټاكني دنورو ولايتونو په څېرپه كندهار ولايت كښي په ښه توگه سره ترسره سوې چي دكندهارولايت ولايتي شوراته ۴۵ تنو ځانونه نومولي وه چي په ترڅ كي يې دعقرب پرپنځمه نېټه دغرمې پردوبجو دټاكنو دخپلواك كميسيون لخوا دولايتي شورا لومړني نتايج اعلان كړل سول

چي په ترڅ كي يې ۱۴ تنه دولايتي شورا دچوكيولپاره گټونكي اعلان كړل چي په دې سره هغه نوماندانو چي لږ رايي يې ترلاسه كړي وې  دټاكنو دخپلواك كميسيون دقانون له مخي دا حق وركړل سو ترڅو په ۷۲ ساعتونوكـښي خپل شكايات په ليكلي بڼه سره پراعلان سوونتايجوباندي دشكاياتو داورېدو څانگي  ته وړاندي كړي او دشكاياتو كميسيون به ددوى شكايات وڅېړي .

چي په دې ترڅ كي دكندهار ولايتي شوراته ځيني نوماندانو خپل شكايتونه دځينودمحلونوپه اړه چي دوى ددرغلۍ شك پرې درلود دشكاياتو داورېدوڅانگي  ته وړاندي كړل دشكاياتو داوريدوڅانگي دخپلي څېړني

څخه ورسته اعلان وكړ چي دعقرب دمياشتي پر ۲۶ نيته به دنوماندانو اوياهم دهغوى داستازو په وړاندي به دهغه  ۱۶۷ صندوقونو رايي وشمېرل سي چي دوى پرې شكمن دي

   د سې شنبې په ورځ دنوماندانواودهغوى دناظرينوپه مخ كښي هغه ۱۶۷ صندوقه چي ددرغليوشك پركېدى دټاكنودخپلواك كميسيون دشكاياتوداوريدوڅانگي  داستازوپه وړاندي يې دسره شمېرنه پيل سوه او درې ورځي به دوام وكړي.

دكندهاروولايتي شوراته نومندانو چي دلومړي ليست دمخي بې نتيجې اعلان سوي وه ويل چي نه يوازي دغه يادسوي صندوقونه بايدوشمېرل سي بلكي ټولي رايي بايد له سره وشمېرل سي

د جنوب لوېديځي حوزې او په كندهار كي دټاكنو دخپلواك كميسيون مسؤل عبدالواسع الكوزي رسنيوته دنوماندانو ددې غوښتني په ځواب کي وويل چي هغه رايي به شمېرل كېږي چي پركومو ددرغليوشك موجود وي اودټولورايو دسره شمېرنه به هغه وخت وسي چي دوهم ځلي غوښتنه وسي

 دولايتي شورادغړي بسم الله افغان مل څخه مو وپوښتل كه چيري دلومړني ليست څخه خلاف په دوهمه شمېرنه كي پاته راسۍ ستاسي غبرگون به څه وي نوموړي ددي پوښتني په ځواب کي وويل چي موږ ته تر هرڅه مهمه دټاكنودخپلواك كميسيون پرېكړه ده

ديادوني وړده چي دكندهار ولايت ترڅنگ دولايتي شورا دنوماندانورايي په ننگرهار اوغزني ولايتونو كي هم دنوماندانو دشكايتونو پراساس دوهم ځلي شمېرل سوي دي