كندهار :-دښوونځيو په رخصتيدو سره ګڼي ستونزي راولاړي سوي دي

په کندهار ښار کي ډېرى تنکي ځوانان په ويډيوګېمونو او دې ته ورته نورو ځايونو کي تر سترګوکېږي

په دې ورستيو كي د كندهار ډيرى تنكي ځوانان په ويډيو ګيمونو او دې ته ورته نورو ځايونو كي ډير تر سترګو كېږي

د كندهارښاريان وايي چي د ښوونځيو او ښوونيزو مركزونو په رخصتېدو سره اوس ډيرى تنكي ځوانان او زده كوونكي خپل وخت په ويډيو ګېمونو او نورو بې ځايه ځايونو كي تېروي چي دا ډول كړني د تنكيو ځوانانو پر راتلوونكي ناوړه اغېزه کوي  او د ټولني په زيان تمامېږي

 كندهار ښاريان د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست ترڅنګ پر نورو مسؤلو چارواكو هم ږغ كوي چي ددې ډول كړونو مخه دي ونيسي ځكه ډير ځوانان همدلته په اخلاقي فساد او نشيي توكو اخته كېږي چي وروسته بياد ټولني د اوږو بار ګرځي او د ټولني د ناآرامۍ سبب ګرځي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست رئيس عبدالمجيد بابى بياوايي چي څوځله يې د ولايت مقام ،ولايتي شورا او امنيې قوماندانۍ  سره په همدې موضوع اړوند ناستي پاستي كړيدي او دا تصميم ونيول سو چي د ويډيو ګېمونو دوكانونه بايد د دوى د وركړل سوي لايحې مطابق پرانستي وساتل سي او كه چيري يې د دوى د لايحې نه به غير د ويډيو ګېم دوكان خلاص وي نو د هغه سره به قانوني چلند كېږي

ښاغلي بابي د دې ډول كړنو ټوله پړه د ځوانانو او زده كوونكو پر مېندو او پلرونو ورواچوله چي ولي خپل اولادونه نه څاري او ولي يې ښووني او روزني ته پوره پاملرنه نه كوي

دده په وينا كه چيري هره كورنۍ خپلو اولادونو ته د ويډيوګېمونو پرځاى هغوى ته د زده كړي زمينه برابره كړي  او د هغوى ټولي كړني وڅاري نو هيڅ يو زده كوونكى او ځوان به دې ته زړه ښه نه كړي چي ويډيو ګېم ته ولاړ سي او خپل قېمتي وخت په ويډيو ګېم كي تېر كړي

كارپوهان بيا دتنكيو ځوانانو ويډيو ګېمونو ته تګ بې روزګاري او ځوانانو ته نه پاملرنه بولي او وايي  كه چيري د تنكيو ځوانانو ښووني او روزني ته پاملرنه ونه سي او ددې ډول ځايونو څخه راونه ګرځول سي  نو پايلي به يې د ټولني لپاره ډېري خرابي او ناوړه وي 

كارپوهان وايي چي په دې برخه كي مېندي او پلرونه، ښوونكي ملاامامان، د كلي مشران او مسؤل چاواكي مسؤليت لري چي د ځوانانو په سالمه روزنه كي برخه واخلي او هغوي ددې ډول بې ګټو كړنو څخه راوګرځوي او زده كړو ته يې وهڅوي 

 

اسدالله زړه سواند