د كندهار دسپين بولدك ولسوالۍ د مركز دسړك جوړونى كار په چټكي سره پر مخ روان دي

د كندهار دسپين بولدك ولسوالۍ د مركز دسړك جوړونى كار په بيړه پر مخ روا ن دى دا سړك د امريكا متحده ايالاتو لخوا دڅورلسو ميليونو ډالرو په لګښت په پاخه اواساسى ډول سره جوړيږى .

د كندهار د سپين بولدك ولسوالۍدمركز دسړك جوړونى كار د څه مودى راپديخوا ددوو خصوصى كمپنى لخوا پيل او په بيړه پر مخ روا ن دى دا سړك چى د سپين بولدك ولسوالۍ په بازاركى تيريږى او د پاكستا ن او افغانستا ن تر مينځ تر سرحدى دروازى پورى د سړك ددواړو غاړو په ګډون داته لسو كيلومترو په اوږدوالى او اوه لسو مترو سور په درلودلو غځيدلى په اوږدوكى يي اوه پلچكا ن هم رغول كيږى . ددى سړك د رغونى لګښت څورلس ميليونه ډالره د امر يكا دمتحده ايالاتو ددولت لخوا وركول كيږى د خصوصى كمپنى يوه تن مسول حاجى بسم الله نورى وويل چى دا سړك به تر نوى ټنو پورى د باروړونكو موټرانو دتيريدو توان ولرى .

د يادونى وړ ده چى دورځى سلګونه باروړنكى او مسافر وړونكى موټران د سپين بولدك ولسوالۍ په بازاركى تيريږى چى دسړك دخرابوالى له امله دورځى ډيرى ترافيكى پيښى رامينځ ته كيږى او د بازار دوكانداران او اوسيدونكى هم دموټرانو ددوړو له امله په شكايت وو .