اختره !
2008-09-29 06:17:10
اختره ! خوته به څنګه دلته راشې اوته اختر يي تاته زه کومه دښته وژاړمه نو اى اختره : که ستا هر څو اثر رسوخ دى نو اى اختره احمدحسين عنايت (محسن )
ستا دې قسم وي چې راځې نو خوشحالي راوړه
دې خوار ولس ته خپله برخه سوکالي راوړه
چى زخمى زړونو ته دواشې
دلته خو غم دى
دلته ماتم دى
دلته ژړاده واوېلا ده
په هر ىو کور ګډه غوغا ده
ډىر بختور يي
ته د خوښىو سمبول
د شتمنيو سمبول
تا سره رنګ دې د نکرىزو رنګ
تا سره شړنګ دې د بنګړىو شړنګ
خو دلته رنګ شته د نکرىزو نه دى
داد سرو وىنو او زخمونو رنګ دى
د کونډو، بورو، ورارو په لاسونو رنګ دى
دا شړنګ چى اورې د بنګړىو نه دى
د خوشحالىو نه دى
داد وسلو او وساىطو شړنګ دى
ته خبر نه يې ، دلته جنګ دى ،دلته جنګ دى
درته ليلي که بکوا وژاړمه
دلته خو هرځاى کر بلا ده
نو هره ورځ مو عاشورا ده
خوښه دى خپله هدىره او قبرستان ګورې
که علم او پوهى ته جوړشوى لوى زندان ګورې
افغانستان ګورې
که ته امىر ګورى، ىا قوماندان ګورې
لاس ئى ککړ په وىنو، وىنو
چى هر افغان ګورې
زوى د افغان ګورى ،ىا مسلمان ګورې
د خوشحالۍ مظهره
د ورورولۍ مظهره
ته مظهر خو د وحدت ېي
د پىغمبر د ستر سنت ېي
که زما منى، نو دلته مه راځه ته
مونږ ستا راتګ ته تىارۍ نه لرو
مونږ حوصله د خوشحالۍ نه لرو
زمونږ ىتىم په ژړا پوخ دى
مونږه ژړا ته پرىږده
مونږ واوىلا ته پرىږده
مونږه تخرىب ته پرىږده
مونږ خپل نصىب ته پرىږده
نوره دى خوښه چې راځې او که نه
د خوار ( محسن ) خوښه منې او که نه
ډىر بختوره
زمونږ په بد حال نا خبره
چې ته راځى خالي لاس مه راځه ته
لکه پخوا بې احساس مه راځه ته
چې ته راځې نو اخوت راوړه
ځان سره سوله راوړه
ملي وحدت راوړه
ښه قىادت راوړه
سىاست راوړه
مىنه راوړه
برکت راوړه
او........................او............او
ستا دې قسم وي چې راځې نو خوشحالي راوړه
دې خوار ولس ته خپله برخه سوکالي راوړه
محسن