شعر ! له اختره ګيله
2008-09-29 06:12:54
ګيله
اختره په خير راغلې
که هر کلی مې درته په رنځور غږ ونه وايه
خفه نشې
تاته ښه څرکند يم
چې يو افغان يم
دادې پنځه ويشتم ځل دی
چې ته راځې
او زه درته د ډيري خوښۍ څرګندونه کولای نه شم
اختره خفه نشي
زه يو افغان يم
دميلمه په درناوي پوه ميلمه پال يم
خو څه وکړم،
دا څو لسيزي وړاندې
را باندې يو غم کړې پيښه
چې مې اوس څښتن د کور دی هغه
زه ورته هم په ورين تندي
د زړه په دسترخوان
د ځان غوښې خواړه
دزړه وينې چښاک
او د ناستي ځای يې
په تړمو اوښکو پاشم
چې دوس شتمني مې بس او بس
سرې وينې! د ځان غوښي
او تړمې اوښکې دي
اختره!
کيدای شي تاته په کوز کلي کې
هم په سهيل هم په لوديځ کلي کې
ډير تود هرکلی وي شوی
تاته جوړې به رنګينې دروازې وي هلته
وړو او مستو پيغلو
ستا د راتلو لپاره
سره په نکريزو ﻻس او پښې وي هلته
په خپلو سرو اننګيو به يې
وي خالونه په خوښۍ ايښې
او خپل ځانونه به يې درته
په رنګا رنګ کا ليو ښايسته وي کړي
ډير مي وبخښه اختره
دومره نازونه زه در کولای نه شم
زما لاسونه زما د شهيدې خور په وينو سره دي
او د پيغلو د زلفانو څخه موبوئ د باروتو درومي
دومره خوښي زه درکولای نه شم
څومره چې مو در کوي ګاونډيان
مه شه له ما نه ته خفه اختره
لرم لتا نه يوه ګيله ا ختره
ګاونډيانو ته مې په خرو خرو خوشحالي راوړې
ما ته چې راځې لاسونه دې له خوښيو خالي وي
نورو ته دې امن بخلی
مونږ ته ګډوډې
بل ته دې يوا لی
مونږ ته نفاق
هغه ته دې وصل ور کړی
ما ته بيلتون
هغوی ته ابادي راوړې
مونږ ته چې راشي نړول کوي
نورو ته دې رهبران ورکړي
مونږ ته لوټماران
هغوې ته دې امينان ورکړي
مونږ ته غداران
نورو ته حاکمان راوړي
ما ته غلامان
مانه خفه نشي
ما نه خفه نشي
وايې
درښتياو ژبه
د مرچک ژبه ده
مانه خفه نشي
مانه خفه نشي
لونګ
لونګ