مه راځه اختره !
2008-09-29 06:09:02
مه راځه اختره !
مه راځه اختره ! دلته زړونه په ژرا ښکاري
هلته وطن کې وران کورونه هره خوا ښکاري
مه راځه اختره دلته خولي په وینوسري دي
هم گران وطن کې دیتیم ناري سورې دي
ورکه خوشحالي ده لور په لور دغم قصې دي
هره خوا چه گورم دظالم روسي حملې دي
هغه شین وطن می سپیره دښته دصحرا ښکاري
هلته می وطن کی وران کورونه هر خوا ښکاري
مه راځه اختره دلته زړونه په ژرا ښکاري
نوم ورکی