د محمد صديق پسرلي شعر

نننی شعر

 

درست حواس مې له خوښۍ نغمه نغمه وي
چې د حسن تصور د زړۀ مېلمه وي

چې خيال ته مې راځي خوشحالي را وړي
د جهان زيبايي ټولې پرې همه وي

شوخ نظر يې په خولو كې لمبومه
(چې د شرمه يې مخ ټكنده غرمه وي)

د پتنګ او شمې سولو ته څه ګورئ
بيا به هغه مكرره ډرامه وي

نه زړېږي نندارې د شوخو سترګو
چې هر دم يې بلّ ناز، بله پلمه وي

پسرلى يې- په ګلونو باندې ګوري
تصور يې د پغمان خوږه وږمه وي

پرېږدئ لاړ شم لوى ها مون. لويې بېديانه
سر پناه مې د آسمان د زړه خيمه وي

ستا د حسن لېونى هره شپه ګوره
په نوريانو كې يې جوړه ډمامه وي

د آسمان د ورشو شپون كړم حسن او ميني
راته پنډه درڼو ستورو رمه وي