نا معلومو وسلوالو يو تن ملک په شهادت ورساوه

نا معلومو وسلوالو يو تن ملک په شهادت ورساوه

نا معلومو وسلوالو تېر ماښام د کندهار ولايت د ارغنداؤ ولسوالۍ د چهار باغ په کلي کي يو تن ځايې ملک د کلاشنکوف په ډزو شهيد کړ او له سيمي وتښتېدل.

د حقداد په نوم دغه کس تېره شپه لس نيمي بجې د خپل کلي په يوه کوټه (حجره) کي د مجلس پرمهال د نامعلومو وسلوالو لخوا په شهادت رسېدلى او وژونکي يې تښتېدلي چي پوليسو يې په اړه پلټني پيل کړي دي.

د ملي پوليسو د لومړنيو پلټنو په لړ کي تر دې دمه يو تن په دې تور نيول سوى چي د ملک حقداد قاتلينو ته يې د کوټې ( حجرې) دروازه خلاصه کړې او د هغوى سره يې د ملک حقداد په وژنه کي مرسته کړې ده.

د افغان دولت وسلوال مخالفين هڅه کوي چي په ښار او کليو کي هغه کسان چي خلکو او سيمي ته خدمت کوي د خپلو ناځوانمردانه حملو ښکار ګرځوي تر څو په سيمه کي د پرمختګ مخه ونيسي.