پوليسو يوماين شنډ کړ
2010-01-25 00:46:21
دخوست ښار نجارانو مارکيټ کې په يو موټر پسې ځای پرځای شوی ماين دامنيتي ځواکونو له لوري کشف اوناکاره کړی شو
امنيتي چارواکي وايي چې دغه ماين ديادشوي موټر لاندې په ډير مهارت سره کيښودل شوی وو خو دخوست ښاريانو په همکارۍ په ډيرې چټکۍ سره امنيتي ارګانونو ته خبر ورکړی شول ا و داطلاع سره سم امنيتي ارګانونه سيمې ته ورسيدل او يادشوی ماين بې له ځنډه شنډ کړ چارواکو زياته کړه چې که دغه ماين چاودلی وی زياته مرګ ژوبله به يې ملکي خلکو ته وراړولي وی. خو له نيکه مرغه امنيتي ځواکونو ددغه ناوړه پيښې مخه ونيوله
ديادولوده پدې وروستيو کې که څه هم د وسلوال مخالفين په عامو لارو کې ماينونه ځای پرځای کوی خو دعامه خلکو دهمکارۍ پربنسټ دولتي ځواکونه يې په چټکۍ سره له چاوديدو وړاندي له مينځه وړي