ستا چې دا شنې شولې پخيږي

لنډۍ

ستا چې داشنې شولې پخيږي 

              ما به مرغۍ په ژاړه ستړي کړي مينه

 جلکۍ په باغ کې سره مڼه شوه

             نه ورختی شم نه يې باد راغورزاوينه

 سترګې دوې وتلې نه وې

            چې په چوله دتېريدم نه دې ليدمه

کور يې په کلي کې مالوم دی

           دبام په سر يې کشمالي کرلي دينه

پاس په کمر ولاړه ګله !

             نصيب دچايې اوبه زه درخيږه ومه

کلي کې مشره جلکۍ مړه شوه

            اوس به په سور منګلو څو ک درياوهينه

چې مسافر شوې اوس به څه خورې

           په کور دنه خوړل دسرو شونډو سرونه

چې مسافر مې کړې صورته

           دخپل وطن قدر به ورو  ورو درکومه

نوي جامې خو مې زاړې شوې

         بيمارۍ لنډون مې نه کيږي مينه