٥٥٣ تنه مسلکي ښوونکي فارغ شول

 هغه مراسم چې په همدې مناسبت جوړ شوې وو  په پيل کې دنوموړي دارالمعلمين ريس عجب خان دخپلو خبروپه ترڅ کې وويل : که څه هم په اويلو کې ددارالمعلمين جوړيد ل دغټو ستونزو سره مل وو خو مونږ په ډيرو کمو امکناتو او دودانۍ دنشتون په صورت کې به  بياهم په دې بريالۍ شوو چې دمرکز او داړوندو ولسواليو دښوونځيو ٥٥٣تنو ښوونکي چې له دې جملې څخه يې ١٤ ښځينه دی  په مختلفو رشتوکې دمجربو او دپوهنتون استادانو په مرسته  مسلکي زده کړې ورکړو چې اوس مهال به  دولايت په کچه  ترډيره بريده دمسلکې ښوونکو دنشتوالي ستونزه هواره شي ورپسې دپوهنې ريس پوهنمل  سيدعزيزاحمد هاشمي دزيات شمير مسلکي ښوونکو په فارغت خوښې وښوده او ويي ويل ددغو ښوونکو په فارغت سره به په ښوونځيو کې دزده کوونکو په زده کړه کې دپام وړ مثبت بدلون رامينځ ته شي  ده زياته کړه ددارالمعلمين دودانۍ چارې به په راتلونکې نوې کال کې بشپړې شي او ددې ترڅنګ به مونږ هڅه وکړه چې دشيخ زايد بن سلطان دپوهنتون له مسولينو سره په اړيکه کې شو چې فارغ شوې ښوونکي دشپې لخوا په بيلا بيلو پوهنځيو کې جذب کړی ترڅو دموقعې نه په استفادې سره دوی لوړې زده کړې ترلاسه کړي .وروسته دنوموړي دارالمعلمين مرستيال عبدالودود ځدراڼ دشيخ زايد پوهنتون پخواني ريس پوهنوال فيض محمد فياض دسيمه ايزو چارواکو او لوړو زده کړو دوزارت څخه په ټينګار سره وغوښتل چې فارغوشوو مسلکي ښوونکو ته په کور دننه دلوړو زده کړو زمينه برابره کړي .