دپرديو کلتوري يرغلونو پروړاندې مبارزه

لکه څه ډول چې ګران هيواد وال خبرلري چې په دې وروستيو کې دهيواد په کچه دملي ترمينالوژۍ مسله راپورته شوه اودافغانستان داطلاعاتو اوکلتور وزيرعبدالکريم خرم دولسې جرګې دفرهنګي چارو کمېسيون وروغوښت اودملي ترمينالوژۍ دعملي  کيدو پر سر يې دولسي جرګې له غړو سره اوږده بحثونه وکړل خو خبره دلته ده چې فرهنګي کړۍ څه دول  مسوليت لري چې خپله ترمينالوژي په درست ډول سره دپرديو کلتوري يرغلونو څخه وساتي  ددوی  مسوليت اوملي دنده داده چې خپل ملي اومنل شوي مروج اصطلاحات په ورځنيو اداري اومطبوعاتي چارو کې وکاروي دپرديو ژبو له اصطلاح ګانو له کارولو څخه ډډه وکړي ترڅو  خپل ملي مسوليت په ښه شان ترسره کړي. که چيرې افغانان دپرديو هيوادونو  دکلتور اوهدفونودپلې کيدو لپاره دڅو پيسو دترلاسه کولو په مقابل کې کار وکړي اوددوی ناوړه موخې تعقيب کړي زه فکر کوم دايې نه يوازې دخپل ملي منل شوي کلتور سره جفا کړي وي بلکي يو سترملي اونه بښونکی جنايت به يې دخپل هيواد دګټو دملي يووالي اودافغان اولس پروړاندې ترسره کړی وي .      پاتې نور.................