خوست وپيژنئ !

 

 

دخــوســـت ولايت پيژند ليک

خوست د افغانستان په جنوب ختيځو کې پروت دی ، ٤٠٢٩كيلومتره مربع مساحت پراخوالی لري ، نفوس يې د يو ميليون څخه زيات وګړي دي. ١٢ ولسوالۍ او دښاروالۍ ٣ ناحيې او دکوچيانو ٣٠٠٠٠ کورنۍ لري.
د غرونو ډ ک خوست د پاکستان قبايلي سيمې وزيرستان سره لګيدلۍ دی چې د پاکستان سره (١٨٥ ) کيلومتره  ګډه پوله لري اوپه راتلونکي کې به يو ښه ټرانزيټي ښار وي .
خوست ولايت د پکتيا ، پکتيکا سره لګيدلۍ دی، چې د اوسني پاکستان د غلام خان څخه راغځيدلی سړک دخوست څخه تيريږي ، او ګرديز ته رسيږي بيا دغه سړک پلازمېنې کابل ته رسيږي ، دغه سړک د پاکستان څخه نورو را داخليدونکو سړوکونو  په نسبت ٤٣٣ کيلومترو په کچه کم دی او د افغانستان داقتصادي پر مختګ لپاره مناسبه لارده .
خوست د نورو ولايتونو په نسبت ښه معتادله هوا لري او د ژوند د ډيرو چارو لپاره پراخه لمنه لري ، د خوست ځمکې ښې حاصل خيزې دي ، په زراعتي ځمکو برسېره ځنګلونه هم لري چې د بيلګې په ډول يې تڼي ، منګل ، ځاځي ميدان ، او د ځډراڼو ځنګلونونومونه يادولی شو ، د يادو شوو ځنګلونو څخه وچې ميوې لکه چارمغز ، جنغوزي په زياته پايمانه لاسته راځي ، د وچو ميو ترڅنګ لمدې ميوې لکه زردالو ، الوچه ، انار ، ماڼه ، شفتالو هم ددې ولايت د زراعتي لاسته راوړنو څخه دي ، زياتره وګړي يې د مالداری په برخه کې هم بوخت دي چې د ژوندډيرې اسانتياوې له همدې لارې پوره کوي ، د کرهڼيزو ځمکو او ځنګلونو د خړوبولو لپاره د طبيعي اوبو يعنې سيند او باران اوبوڅخه ګټه اخلي او زياتره سيمي يې روانې اوبه لري ، په ځينو سيمو کې د بريښنا د توليد لوی او کوچني بندونه هم جوړيدی شي ، پدې ولايت کې ډير تاريخي ځايونه هم شته ، د دې تاريخي ځايونو څخه د منګسو په سيمه کې د ايسار غونډی يادولی شو ، د پخوانيو خلکو په وينا دغه غونډی په مصنوعي توګه د انسانانو په مټ جوړه شويده او ديوې ګردې غونډۍ جوړښت لري ، د سيمي د خلکو په خبره ځيني تاريخي اثار پدې غونډۍ کې پيداشوي ، چې د وخت په تيريدو يې خلکو پلورلي دي ، ددې ولايت خاوره د اولياؤ کرامو او بزرګانو له برکته هم ډکه ده ، د يادونې په ډول يې مشهور زيارتونه لکه کوکارک بابا ، عالم شېر پير ، نصري اقا ، آدمحمد ، خواجه متون بابا ، ګلزار اقا ، يادولی شو .خوست د ځنګلونو برسېره طبيعي زيرمې هم لري ، چې په ځينو سيمو کې يې د چينې ډبرې (
Caco3 ) ، د اوسپنې ډبرې ، مس لرونکي ډبرې ، جست لرونکي ډبرې ، کرومېټ لرونکي ډبرې پيدا شويدي ، د کروميټو ډبرو دايستلو قرارداد هم شويدی چې افغانستان دولت يې د کال ٦ ميليونه امريکايي
ډالره ګټه اخلي .

دخوست ولايت پيژند ليک دوام ......
١-دخوست ولايت ډېر زيات وګړي د خپل وطن څخه بيديا کارکوي چې ددوی مياشتيني عوايد ٦ -٧ ميليونو امريکايي ډالرو پوري دي او خپل ټاټوبي ته يې راليږي .
٢-دمرګ وميركچه دپنځوكلنوڅخه په ښكته عمرلرونكي ماشومانو كې : ٢٤٠
٣-په لوړه پيمانه داقتصادي پرمختګ دپاره جوګه دی، چې په منتطقه كې د صنعتي پارک او دسوداګريز مركز دجوړيدلوجوګه كيدای شي.

٤-په خوست ښار کې دوكانونه: ١١٠٠٠
٥-دښاروالي ورځني عوايد: ٩٠،٠٠٠افغانی
٦- په خوست ولايت کې د ټولو موټرونو کچه ٨٠،٠٠٠ دانې
٧-په خوست ولايت کې دګمرك مياشتني عوائيد: په منځني ډول ٣٣ ميليونه افغانی.
٨-د خوست او ګرديز د لوی لارې ټرانزيټ به ددې ښار عوائيد نوره هم زيات کړي
٩-په خوست ولايت کې ټيليفون لرونکي وګړي ٧٣،٠٠٠

١٠-ترانسپورت : مياشتني عوائيد په اوسط ډول ، دوه ٢ ميليونه افغانی
١١-دټيكسي موټرو شميره:٢٥٠٠
١٢- دلاريو(باربري موټرو)شميره :٢٥٠٠

١٣-بانكي مياشتني راكړه وركړه :٣٠٠ ميليونه افغانی تخمين شوي