يوتن ماين ايښودونکی ونيول شو.
2008-12-27 11:17:02
دنوموړي ولسوالۍ ولسوال ګل قاسم جهاد يار وويل: دصْبريو ولسوالۍ دموليو په سيمه کې دصبر خون په نوم په يو کورباندې وسلوالو سړيو دورځې په دوولسو بجو بريد وکړ اويو ه ماشومه جينې يې په ډزو ووژله ده زياته کړه نښتې څو دقيقي په برکي ونيوې .وروسته وسلوال مخالفين وتښتيدل ده همداراز وويل: زمونږ امنيتي پوليس له پيښې لږ ځنډ وروسته سيمې ته په چټکۍ سره ورسيدل خو مخالفينو سيمه خوشي کړي وه ولسوال وايي چې نوموړي کس دهيچا سره شخصي دښمني نه درلوده خو ويل کيږي چې څه وخت وړاندې يې په دولت کې کار کاوه او س مهال يې دنده پريښودلی وه
ديوبل خبر له مخې دخوست ولايت دامنيي قوماندانۍ پوليسو دخوست ښار صحراباغ ته څيرمه يو تن ماين ايښودونکي لاس په لاس نيولی امنيتي قوماندان ډګروال عبدالقيوم باقي زوی وايي چې دغه کس هغه مهال ونيول شو کله چې زمونږ کاروان خوست ښار ته پرلاره و ده زياته کړه نيول شوي کس په عامه لاره کې ماين ځای پرځای کړی و دديرشو مترو په فاصله کې يې دريموټ په واسطه کنتروله وچې دپوليسو دشک لاندې راغي په سم لاسي توګه پوليسو پدې بريالي شول چې نوموړی کس دريموټ کنټرول له وسايلو سره يوځای ونيسي دامني قوماندان په وينا نيول شوی کس ٣٠ کاله عمرلري اوپه خټه افغانی دی