دسولې نړيواله ورځ ولمانځل شوه.
2008-09-21 14:24:14
هغه مراسم چې دخوست ښار دجرګو په تالار کې جوړ شوی وو پکې والي ارسلا جمال دولتي چارواکو ديني علما اکرامو قومي مشرانو دسياسي او ټولنيزو سازمانونو غړو يوشمير ميرمنو او ګڼ شمير خوست مېشتو برخه اخيستي وه دمراسمو په ترڅ کې خوست والي ارسلاجمال امنيي قوماندان ډګروال عبدالقيوم باقي زوی دعلما شورا ريس مولوی محمد ايوب هاشمي داطلاعاتو او فرهنګ ريس محمد شفيق پوپل دبيلا بيلو شوراګانو مسولينو اودغونډې نورو ګډونوالو دسولې نړيوالۍ ورځې په مناسبت ويناوې وکړې اودوی دخپلو ويناوو په لړ کې دمبارکې دوړاندې کولو ترڅنګ سوله يو بهترين نعمت وباله او په نړۍ کې شوي پرمختګو نه انکشافات يې دسولې په شتون کې وبلل همداشان يې په ټولو هيوادوالو او په جنګ په ښکيلو خواوو غږ وکړ چې نورې خپلې وسلې پرځمکه کيږدي اود سولې دټينګښت لپاره هلې ځلې پيل کړي ترڅو په واقعي مانا سوله ټينګه شي او زمونږ کړيدلی اولس نور دبدبختيو او دجنګ له بربادوونکو صحنو څخه خلاصون پيداکړي
ديادولوده چې ددغو مراسمو ترڅنګ په خوست کې دسولې دټينګښت اوملي پخلاينې دکميسيون په دفتر کې هم دسولې نړيوالۍ روځ دلمانځنې په مناسبت ورته مراسم جوړشوي وو د مراسم په ترڅ دنوموړي دفتر مشر حاجي اسماعيل خان ددولت په مخالفين غږ وکړ چې راشي دسولې نړيوالۍ ورځې په درناوي نور له جګړې څخه لاس په سر شي اوله خپلو نورو هيوادولو سره يوځای شي .دهيواد دسولې اوثبات په ټينګښت کې رغنده رول ولوبوي ترڅو دهيواد بيارغونې او داولس دښيرازۍ لپاره وړزمينه برابره شي .