دکريکټ دملي ټيم لوبغاړی ووژل شو

د ناټو په مشرۍ دامريکايي ځواکونو لخوا د کرکټ د ملي لوبډلې وژل شوى  لوبغاړى د سلګونو کسانو په شتون خاورو ته وسپارل شو، بلخوا د خوست والي وايي چې دغه عمليات ددوى له اجازې پرته ترسره شوي دي . د کرکټ وژل شوى پخوانى لوبغاړى رحمت ولي نومېده چې د وروستي ځل لپاره په ٢٠٠٦ زيږديز کال کې د ملي لوبډلې لخوا د کويټ او پاکستان په سياليو کې يې برخه اخيستې وه.

د خوست والي ارسلا جمال وويل چې ياد شوي عمليات ددوى له اجازې پرته ترسره شوي دي . هغه زياته کړه چې دوى په دې اړه پلټنې پيل کړي، چې رحمت ولي، ولې وژل شوى دى  . له دې مخکې د خوست والي د ښځو چارو د رياست اړونده يو پلاوى د خوست ښار د خدر خېلو کلي ته لېږلى ، چېرته چې ياد شوى لوبغاړى وژل شوى دى . ددې پلاوي مشرې کاملې اکبري وويل چې دغه پېښه تېره شپه د يوولس نېمو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده . نوموړې زياته کړه چې د رحمت ولي ځوانه مېرمنه زرمينه له څلورو اولادونو سره پاتې شوې ده. کاملې زياته کړه : (( ډېر ظلم شوى دى د رحمت ولي د مېرمنې او اولادونو ژوند تباه شو.))هغې د رحمت ولي د مېرمنې زرمينې له خولې وويل  : (( دشپې ناڅاپه امريکايان راغلل، خاوند مې راته وويل چې بلې کوټې ته لاړه شه، زه چې لاړم، ډزې وشوې، ما منډه کړه چې خاوند يې راته وواژه، په دې امريکايانو زه، خسر او د کور نور وګړي له کوره بيرون په پټيو کې کښينولو.))زرمينې زياته کړه چې امريکايانو په ډېرې بې  رحمۍ سره ددې خاوند وواژه او بيا يې کوټه هم پرې وغورځوله . د کاملې اکبري په وينا، امريکايي ځواکونه ادعا کوي، چې د رحمت ولي په کور کې يو موټر له چاودېدونکيو توکيو ډک و، چې دوى ورته چاودنه ورکړه. خو د وژل شوي رحمت ولي ورور سلطان ولي وايي چې امريکايي ځواکونو ددوى په کور کې ولاړ موټر او موټرسايکل په چاودېدونکيو توکيو او يا راکټ له منځه يوړل . د سلطان ولي په وينا، کله چې امريکايان لاړل ، ددوى وروڼه رحمت ولي او احمد ولي نادرکه وو  . هغه زياته کړه : (( موږ فکر کاوه، چې امريکايي ځواکونو به له ځانه سره وړي وي، خو نن سهار کله چې دکليوالو په مرسته مو له نړول شويو خونو څخه لرګي او خاورې ايسته کولې ، د رحمت ولي مړى ، چې په ګوليو ويشتل شوى و او تر خاورو لاندې  پيدا شو. ))

د نوموړي په ګومان ، د احمد ولي په نامه بل وروريې امريکايي ځواکونو له ځانه سره بيولى دى . سلطان ولي وايي  چې وژل شوى ورور يې يواځې د کرکټ لوبغاړى او له ترهګرو ډلو سره دوى هېڅ اړيکې نه لري . وژل شوى رحمت ولي نن له غرمې وروسته په خپله پلارنۍ سيمه کې د سلګونو خلکو په شتون خاورو ته وسپارل شو، چې د جنازې په مراسمو کې يې  سلګونو لوبغاړو هم برخه اخيستې وه.د خوست د اولمپيک آمر عزيز ملنګ د ناټو ځواکونو دغه کار په کلکه وغنده او دايې وحشيانه عمل وګاڼه . نوموړي ته وويل : (( رحمت ولي يو ځوان لوبغاړى و، هر مازيګر يې  نورو تنکيو ځوانانو ته روزنه ورکوله . ))د نوموړي په وينا، رحمت د ګمرک په رياست کې د منشي په توګه دنده ترسره کوله . عزيز ملنګ وويل چې دوى به ددې پېښې په غبرګون په لاريون لاس پورې کړي . کاملې اکبري داهم وويل چې د رحمت ولي کورنۍ شخصي بدۍ لري او کېداى شي دهغوى دښمنان ، چې په کمپاين کې دندې لري ، امريکايي ځواکونو ته غلط راپور ورکړى وي . د خوست د ولايتي شورا رييس تاج علي صابر هم ياده شوې پېښه په کلکه وغندله . د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشر نوروز منګل په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې روانې وې، وويل : (( رحمت ولي د ځوانو لوبغاړو د روزنې لپاره په خوست ښار کې اکاډمي جوړه کړې وه او هر مازيګر يې لوبغاړو ته روزنه ورکوله .))د افغانستان د کرکټ د فدراسيون روزونکى تاج ملک علم وايي چې رحمت ولي د ملي لوبډلې يو له ډېرو با استعداده او تکړه لوبغاړو څخه و  . هغه زياته کړه چې رحمت ولي له ملي لوبډلې سره يو ځاى کويټ، پاکستان او په يو شمېر نورو بهرنيو سفرونو کې ګډون کړى و او ډېرې لاسته راوړنې يې لرلې . د کرکټ فدراسيون رييس او دولسمشر سلاکار وزير شهزاده مسعود د کرکټ ديوه تکړه لوبغاړي وژنه په کلکه وغندله . نوموړي ته وويل : (( لوبغاړي دسولې سفيران وي، دهغوى وژل د سولې او امنيت وژل دي . ))په بګرام کې دايتلافي ځواکونو درسنيو دفتر ته وويل چې په خوست کې يې تېره شپه پوځي عمليات کړي ، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل .