دوه تنه غله ونيول شول

دشنبې په شپه دوه تنه هغه غله ونيو ل شول چې د ١٢٠٠ فامېليو په ساحه کې  يې ددووکورونو څخه يو شمير ساختماني وسايل غلا کړی

نيول شوي کسان چې دخونې خوړه اوسيدونکي دي دامهال په امنيي قوماندانۍ کې  دجدي پوښتنې ګرويږنو لاندې دي دخوست ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونه پرضد دمبارزې مديريت مدير سمونمل ګل داد خوست تلويزيون ته وويل چې دوه تنه غله چې يو عارف اوبل توکلي نوميږي دخونې خوړه اوسيدونکي دي دشپې په ١٢ بجو يې په ١٢٠٠ فامېليو کې ددووکورنو څخه يې سيخ ګول يو ه پايه جنراتو يو ه عراده کراچې غلا کړي وه دشنبې په ورځ پوليسو دخپلو کشفې پلټنو په لړ کې نوموړي کسان هغه مهال ونيول چې غلاکړي وسايل يې په ښار کې دکباړپلورنځيو په خاوندانانو پلورلي وو ده زياته کړه نيول شوي کسان دامها ل په امنيه قوماندانۍ کې دسختو پوښتنو ګرويږنو لاندي دي.چې ديولړ تخقيقاتو وروسته به په قانوني جزا محکوم شي .  سمونمل ګل همداراز وويل :چې دکباړپلورنځيو څخه غلاشوي وسايلو راټول کړی شول  او دکورونو اصلي خاوندانو ته وسپارل شول

دخوست ولايت دجنايي مديريت پوليس دغه کسان په داسې حال کې نيسي چې څو ورځې وړاندې يې يو سراچه دوو عرادې تراکتورونه دغلو له منګلو ترلاسه کړي او خپلو اصلي مالکينو ته يې سپارلي وو