يوتن قومي مشر ووژل شو.

دخوست ولايت دعليشيرو ولسوالۍ يو تن قومي مشرووژل شو.

داګسټ دمياشتې په ٩ نېټه دنوموړي ولسوالۍ دهارو ن خيلو په سيمه کې ناپيژندو وسلوالو سړيو يو تن قومي مشر ماتې خان دټوپک په ډزو  وواژه .دخوست والي وياند خيبرپښتون رسنيو ته وويل: چې دغه قومي مشر ماسپيښين مهال له خوست ښار څخه خپل کور ته روان و، چې د هارون خيلو په سيمه کې دنامعلومو کسانو لخوا ووژل شو. ده زياته کړه چې نوموړی يو قومي مشر و او کومه دولتي دنده يې نه درلوده، يوازې يې دسيمې دلابهبود لپاره کارکاوه. خوکله ناکله به يې  په ځينو عامواو  دولتي غونډو کډون کاوه .