بوش دافغان واليانو سره وليدل

جورج بوش له اتو افغان واليانو سره وکتل

تيره ورځ دامريکي ولسمشر جورج ډبليو بوش د افغانستان د اتو ولايتونو له واليانو سره په واشنگټن کې له نژدې خبري وکړي .ښاغلي بوش وويل چې له افغان واليانو سره ېې د هغوی په ولايتونو کې د مخدره موادو په کښت او ورته نورو موجودو ستونزو خبري وکړي او د هغو په لري کولو کې ېې  ورسره د مرستو  ژمني  وکړي .د سپيني ماڼي له خوا په يو خپاره شوی بيان کې راغلي چې افغان واليانو له ولسمشر بوش سره د ليدو پر مهال د امريکې له مرستو مننه وکړه خو په وار وار ېې د وزگارتيا د لري کيدو او اقتصادي ودي په برخه کې له امريکې څخه د زياتو مرستو غوښتنه کوله .جمهور رئيس بوش په دې ليدو کتو کې هيله څرگنده کړه چې هيواد به ېې  په ملياردونو نور ډالر هم له افغانستان سره مرسته کړي ځکه د افغانستان ځوانه ولسواکي ډيرو خواريو او پيسو ته اړتيا لري .

بوش او افغان والیان
 بوش  او يو شمير افغان واليان