شپږ مډالونه مې ګټلي
2009-06-10 03:46:08
شپږ مډالونه مې ګټلي
د ورښت قدرمنو لوستونكيو! احمدولي هوتك نوولس كلن ځوان دى، پلار يې مير افغان نومېږي، له اره د ښكلي لغمان د عزيزخان كڅ اوسېدونكى دى، خو دا مهال د كابل په حسين خېلو كې اوستوګن دى. څه موده وړاندې يې په ايران كې د (( فري فايټ Free Fight )) لوبه كې هېواد ته د سروزرو مډال راوړ، موږ ورسره لنډه مركه كړې، هيله ده درته په زړه پورې وي.
پوښتنه: احمدولي وروره! په دې كومې لوبې كې چې ته لوبېږې، كه ددې له اړه د ورښت لوستونكيو ته لږ معلومات وركړې، ښه به وي.
ځواب: دا يوه ډېره سخته او درنده لوبه ده، چې افغانستان ته نوې نوې راغلې ده. دې لوبې ته په انګريزي كې فري فايټ يا ازاده مبارزه وايي، ددې لوبې سيالي ټول نهه دقيقې وخت لري، چې په درې راونډونو وېشل شوې، يانې هر راونډ يې درې درې دقيقې وي. په دې لوبه كې ته ازاد يې، چې له هرې لارې كولاى شې، خپل سيال راوپرځوې، ځينې ځايونو باندې وهل پول دي، لكه په سر، پوزه، سپوزغې، په زنګون وهل دا ځايونه پول دي، خو د سوك، لغتې ددې ازادي په كې شته، په دې لوبه كې ډېرې نومرې پرتاب لري، چې سړۍ پورته كړې او په ځمكه يې راوولې او په خېټه يې كېنې، دا درې نومرې لري، په بوكس وهل په كې يوه نومره لري، لغته هم يوه نومره لري، په خوله باندې په لغته وهل،دوه نومرې لري. دا چې سيال دې په راچپه كړې او كلك يې ونيسي، كه په پينځه لس ثانيو كې يې درته ټپ اوټ وكړ، نو بيا به يې پرېږدې او سيالي ستا په ګټه تمامېږي او كه په پينځه لس ثانيو كې يې درته ټپ اوټ ونه كړ، سيالي همداسې جريان لري، دغې لوبې ته فري فايټ لوبه وايي.
پوښتنه: څومره وخت كېږي، چې تا دې لوبې ته مخه كړې او بل دا چې ولې دې نوې لوبې ته مخه كړه، په داسې حال كې چې زموږ په هېواد كې نورې ډېرې لوبې هم شته.
ځواب: دا لوبه لا افغانستان ته نه وه راغلې، خو زما ورسره ډېره زياته مينه وه، ما به اريانا ټلويزيون كې ددې لوبې فايټونه كتل، له دې وړاندې ما د ووشو لوبه كوله، خو دا چې راغله، نو بيا مې دې كې تمرين پيل كړ، ددې لوبې ډېرى تمرينونه ما د خپل استاد عبدالواسع قيومي په مرسته د اريانا ټلويزيون له ځينو فلمونو څخه اخيستي.
پوښتنه: تر اوسه دې ددې لوبو په څومره سياليو كې برخه اخيستې؟
ځواب: د هېواد په داخل كې خو تر اوسه ددې لوبې رسمي سيالۍ نه دي تر سره شوي، خو په غيررسمي سياليو كې مې يې برخه اخيستې ده.
پوښتنه: هغه سيالۍ ولې رسمې نه وې؟
ځواب: دا لوبه نوې نوې راغلې، نو ځكه، كېداى شي په راتلوونكي كې به رسمي سيالۍ هم په كې تر سره شي.
پوښتنه: تاسې څه موده وړاندې ايران ته هم تللي وئ، هلته مو د همدغې لوبې په يوې سيالۍ كې ګډون درلود، چې د سروزرو مډال مو هم په كې وګاټۀ، كه ددې سياليو په اړه لږ معلومات راكړئ.
ځواب: بلې، دا سيالي په ايران جوړه شوې وه، چې په كې اته څلوېښت هېوادونو ګډون درلود، زه چې كله دې سيالۍ ته تللو لپاره وټاكل شوم او تللم، نو هېڅ فكر مې نه كاوه، چې د سروزرو مډال به وګټم، خو بس خداى راسره مرسته وكړه او د سرو زرو مډال مې وګاټۀ.
پوښتنه: ولې دې فكر نه كاوه، لامل يې څه و؟
ځواب: يو خو ما درته مخكې وويل، چې دا ډېره سخته او درنده لوبه ده، بل دا يوه نړيواله لوبه وه، دوه څلوېښت هېوادونو په كې ګډون درلود، زموږ له هېواده هم ډېر تكړه لوبغاړي راسره تللي ول، خو په ټولو كې خداى پر ما ورحمېد.
پوښتنه: له افغانستانه درسره څه لوبغاړي تللي ول؟
ځواب: له افغانستانه راسره په درې برخو كې لوبغاړي تللي ول، فانكريشن، كيك بوكس او فري فايټ، په فري فايټ كې موږ پينځه كسه وو او نور په فانكريشن او كيك بوكس كې ول، چې ټول دوويشت كسان برابرېدل.
پوښتنه: د سروزرو مډال يوازې تا په كې واخيست، كنه بل چا هم واخيست؟
ځواب: نه، په فري فايټ كې د حسيب الله فيضي په نوم يو بل لوبغاړي هم د سروزرو مډال واخيست او د كيك بوكس په برخه كې درې لوبغاړيو د سپينو زرو مډالونه وګټل.
پوښتنه: تا له چا سره سيالي درلوده، چې بيا يې د سروزرو مډال دركړ؟
ځواب: په دې سياليو كې د اروپااو اسيا هېوادونو ګډون كړى و، ما په كې ټول درې سيالۍ ترسره كړې، لومړۍ مې له يوه تاجكي سره وه، دويمه مې له يو ازارباييجاني سره وه او درېيمه هم له ايراني سره، چې له درېواړو مې وګټلې.
پوښتنه: مخكې له دې، چې د سيالۍ ميدان ته ووځي، څه احساس دې كاوه؟
ځواب: په لومړيو دوو لوبو كې زه ډېر ډاډه او ارام وم، خو په وروستۍ كې لږ وارخطاء وم، ځكه زما د سيال وزن هم له ما څخه ډېر و او بل هغه ايرانى و، ايرانيانو به ډېره زياته غلطي كوله، خو بيا مې هم د الله جل جلاله په مرسته لوبه وګټله.
پوښتنه: هلته ستاسې د تشويق لپاره څوك ول او كنه؟
ځواب: هو، زه چې كله لوبې ته ووتم، نو هلته د مېشتو هزاره ګانو وروڼو لخوا سخت تشويق شوم.
پوښتنه: څرنګه يې تشويق كړې؟
ځواب: زه چې اول لوبې ته ووتم، نو ډېرې سختې چيغې او چكې يې راته وهلې او چې لوبه مې يې وګټله، نو په اوږو يې واخيستم او پورته يې كړم، بل زموږ استاد موږ ته ويلي و، چې كله مو لوبه وګټله، نو د افغانستان بېرغ به په اوږو اخلئ او په ټول ميدان كې به ورسره منډه وهئ، ما دا كار وكړ، په ټول ميدان كې چې څومره افغانان ول، ټول لاسونه راته خوزول او چكې يې راته وهلې، هغه مهال زه دومره خوښ وم، چې هېڅ پر ځان نه پوهېدم، ما فكر كاوه، لكه خوب چې وينم، كله مې چې استاد ته ورغلم، هغه راته ژړل.
پوښتنه: كله يې چې تاته مډال دركوه، څه احساس دې كاوه؟
ځواب: طبعاً خوشحاله وم او دومره خوشحاله وم، چې زه يې هېڅ نشم بيانولاى، خو دې ته نه چې دا مډال زه خپل كور ته وړم، بلكې دې ته چې خپل لوى كور افغانستان ته يې راوړم.
پوښتنه: كله چې له ايران څخه خپل هېواد ته راستانه شوئ، دلته هم چا تشويق كړئ او كنه؟
ځواب: بلې دلته هم خپلو دوستانو او كورنۍ له خوا ډېرزيات تشويق شوم، حكومت يوازې دومره وكړل، چې لارې يې بندې كړې وې او يو تخت روان يې راته جوړ كړى و، نور يې له موږ سره هېڅ هم نه دي كړي.
پوښتنه: دا سيالي خو دې په ايران كې ترسره كړې، په داخل د هېواد كې دې هم په دغسې سياليو كې ګډون كړى او كنه؟
ځواب: ما له ۱۳۸۲ كال راهيسې ورزش ته مخه كړې، البته مخكې مې د (ووشو) لوبه كې تمرين كاوه، نو له دوه ويشت څخه زياتو سياليو كې مې ګډون كړى، چې په كې مې شپږ مډالونه اخيستي.
پوښتنه: څه فكر كوې، شپږ مډالونه دې اخيستي، د برياليتوب راز دې په څه كې دى؟
ځواب: رښتيا هم كه وګورو، نو په زرګونو او لكونو خلك تمرين كوي، خو ايله يو څو په كې وځلېږي، اصل خبره داده، چې تمرين ځانته يوه شېوه غواړي، شېوه يې بل څه نه ده، بلكې ډېر زيار ايستل او زحمت ګالل دي. زه فكر كوم زما د برياليتوب راز به هم په همدې كې وي، ما ټول ژمى په واورو كې سهار وختي منډې وهلى، يوه ورځ هم زه منډه وهل نه قضاء كوم، ځكه ځان مې عادت كړى دى.
پوښتنه: د منډې خبره دې وكړه، اوس راته د خپلوورځنيو تمرينونو په اړه ووايه، ښايي نور ځوانان ترې ګټه واخلي.
ځواب: بلې، زه سهار وختي پينځه يا پينځه نيمې بجې له خوبه راويښېږم، لمونځ كوم، بيا كلب ته ځم، تر اتو بجو په كلب كې تمرين كوم، زما ښه عادت دا دى، چې تمرين مې هېڅ نه قضاء كوم، نور ډېرى ځوانان يوه ورځ يا دوه ورځې وروسته تمرين ته راځي، خو زه هره ورځ ورځم، دوه ساعته مازيګر كې هم تمرين كوم.
پوښتنه: له ۱۳۸۲ كال راهيسې دې لوبې پيل كړي، شپږ مډالونه دې هم په كې اخيستي، نور څه ارمان لرې، خپلو لوبو ته دې؟
ځواب: زما ارمان له هماغه لومړي سره هم دا و، چې په نړيوالو لوبو كې د يو افغان په توګه ګډون وكړم او افغانستان ته ستر ستر وياړونه وګټم او اوس مې هم هماغه ارمان دى.
پوښتنه: په نږدې راتلونكي كې، خو په هېواد كې دننه يا له هېواده بېرون د كومۍ سيالۍ پلان نه لرئ؟
ځواب: د راروان كال په حمل كې په تاجكستان كې سيالۍ پيلېږي، چې زه سر له اوسه ورته تمرين كوم، هيله ده له تاجكستانه هم سرلوړى راستون شم.
پوښتنه: ډېر خلك داسې فكر كوي، څوك چې مكتب كې وي او كلبونو ته د تمرين لپاره هم ځي، نو د مكتب درسونه ترې پاتې كېږي، ته څنګه يې؟
ځواب: نه زه دا خبره نه منم، تمرين د مكتب په درسونو هېڅ تاثير نه كوي، خو كه څوك د تمرين په وخت كې تمرين وكړي او د درس په وخت كې درس ووايي، بلكې زه خو وايم له تمرين سره د انسان ذهن نور هم روښانه كېږي او پراخېږي.
پوښتنه: موږ چې كله واړه وو او لوبې به مو كولې، نو له مشرانو به وېرېدو، ځكه هغوى راته ويلي و، چې شيطاني به نه كوئ او شيطاني يې همدغو لوبو ته ويلې، ته څنګه وې اول دې چې دې لوبو ته مخه كړه، چا خو به وهلى نه يې؟
ځواب: نه، ماسره مې كورنۍ له هماغه پيل څخه ښه روانه ده، له هماغه پيل څخه تر اوسه يې زه هر وخت تشويق كړى يم.
پوښتنه: كه د لوبو كومه نه هېرېدونكي خاطره دې راته ووايې.
ځواب: خاطر ډېرې دي، خو چې نه مې هېرېږي، هغه دا چې په ايران كې مې له يو ايراني لوبه وګټله او ايراني مې په ميدان كې لاس پورته كړ او په شايي وټپولم.
پوښتنه: په پاى كې كه خپلو همزولو تمرين كوونكيو ته څه ويل غواړې.
ځواب: زه ټولو ځوانانو ته دا ويل غواړم، چې له نشې څخه دې ځان وساتي، ځكه دا شى د سړي ځواني خاورې كوي او تمرين كوونكيو ځوانانو ته دا ويل غواړم، چې كه د هرې لوبې تمرين كوي، نو ښه زيار او زحمت دې په كې وګالي، ځكه بې زحمته راحت نشته.