دوزخيان ( د ورښت ناول)

دوزخيان

ليكوال: پرويز قاضي سعيد

ژباړن محمد روز محتاج

لومړۍ برخه:

(( هانخ )) خولۍ پر مخ راټيټه کړه، چې مخ يې ترې په اسانه نه ښـکارېده، د موټر په شاتنۍ هينداره کې يې وکتل، پر سړک د خلګو ګڼه ګوڼه دوره زياته  وه، چې د پښو ايښودو ځاى په کې نه و، ميده ميده باران لا هماغسې شېبه شېبه ورېده، هانخ له موټره راښکته شو، په يوه منډه د سړک هاغې بلې غاړې ته واوښت، د الوتي رنګ سره سره يې د زړه درزا وار په وار زياتېده، د خلکو له منځه تېر شو، په يوه هټۍ ورننوت، هټۍ ته راننوتي خلک د سودا لپاره نه وو راغلي، بلکې هغوى غوښتل خپل ځانونه له بارانه وژغوري. که څه هم ژور خفګان يې په څېره کې له ورايه معلومېده، خو هغه بيا هم هڅه کوله، چې خپل خفګان له خلکو پټ کړي، ژور غم يې فکر بيخي خراب کړى و، د کوم لفټ تر څنګ چې ولاړ و، په لوحه يې ورته ليکلي و (( مهرباني وکړئ، له جنوبي لفټ نه ګټه واخلئ، دا ستونزه لري )) خو دده دې ته هم پام  نه و، چې ورپام يې شو، نو د جنوبي  لفټ په لور ورغى، د لفټ تڼۍ يې کېکاږله، دروازه خلاصه شوه، ساتونکي سمدستي وويل:

(( ناوخته مو کړه، ډېره ناوخته.. ))

هانخ لفټ ته ننوت، په داسې حال کې چې د مخ خولې يې وچولې، هغه ته يې ځواب ورکړ:

(( هغوى  څارلم... ))

د لفټ ساتونکى پرې غوسه شو او ورته يې وويل:

(( سره له دې چې هغوى څارلې، ته بيا هم دلته راغلې؟! ))

هانخ ساه واخيسته او ځواب يې ورکړ:

(( نه، له هغوى مې ځان د بازار په ګڼه ګوڼه کې ورک کړ... ))

د لفټ ساتونکي د يوويشتم پوړ تڼۍ کېکاږله، لفټ حرکت وکړ، څو شېبې ساتونکى او هانخ غلي وو، يو بل ته يې په ډار ډار کتل، لږه شېبه وروسته لفټ په يوويشتم پوړ کې ودرېد، دروازه خلاصه شوه، هانخ له دباندې راووت، شا و خوا يې وکتل، په دوه ګامو کې يې ځان هغې کوټې  ته ورسوه، چې د دروازې پر سر يې ليکل شوي و (( د مدير خونه ))

په خونه کې هېڅوک هم نه و، هانخ د ټيليفون غوږۍ راپورته کړه، څو بېلابېلې شمېرې يې پرلپسې ووهلې، د زړه درزا يې لاپسې زياته شوه، د ستړې ساه اواز يې له خونې دباندې  هم اورېدل کېده، د يوې شمېرې له وهلو وروسته هغې خوا  غوږۍ پورته کړه، هانخ په خبرو راغى، د (( هلو )) ويلو نه وروسته يې سمدستي وويل ((  ... ښـاغلي لاوسون سره کار لرم... ))

يو ځل بيا په خونه کې چوپتيا خپره شوه، څو شېبې لا تېرې نه وې، چې هانخ  بيا په خبرو شو (( ... ښاغليه لاوسون، هو زه هانخ يم، هو کولاى شې، له ماسره اړيکې  ونيسې ))

له هغې خوا ورته وويل شول (( نه اړيکې نشم  نيولاى ))

ده ورته وويل: (( هڅه وکړئ! د استريت وال مارکېټ، يوويشتم پوړ، د مدير خونه، هڅه وکړه، چې يوازې راشې، هماغه چې ويلي مې و، سل زره ډالره، مننه، انتظار مو يم ))

هانخ د ټيليفون غوږۍ کېښوده، سګريټ يې ولګوه، مخامخ کوچ کې کېناست، تکيه يې ووهله، لا يې د زړه درزا نه وه کراره شوې، چې د خونې ور په لغتو ووهل شو، هانخ خيز کړ،  هېڅ فکر يې نه کاوه، چې ده پسې دې دا مهال دلته څوک راشي، سم له واره يې جېب ته لاس  کړ، خپله پينځه ډزې تمانچه يې راوويسته، پر خپل ځاى همداسې ارام ودرېد، څو شېبې نورې نه وې، وتې چې دروازه بيا په لغتو ووهل شوه، هانخ نه پوهېده، چې څه وکړي، رنګ الوتى و، پښې لړزېدې، شونډې يې لکه سره ګنډل شوي  چې وي، هڅه يې وکړه، چې لاړې تېرې کړي، خو نه تېرېدې، ستونى يې ورو ورو وچېده، همداسې پر خپل ځاى هک پک ولاړ و، خو پوهېده، چې نشي کولاى همداسې پر خپل ځاى  ولاړ پاتې شي، فکر يې وکړ، که څوک راننوځي، نو بايد ځان ترې پټ کړي، په خونه کې يې شاوخوا و کتل، د مدير د کار مېز يې د ځان ژغورلو لپاره ښه ځاى  وګاڼه، ورو ورغى او ځان يې ترې لاندې پټ کړ.

دې سره دروازه هم خلاصه شوه، يوه ښکلې نجلې راننوته، نجلۍ دومره ښکلې وه، چې سړى يې په ليدو بېتابه کېده او حتماً يې زړه ته راتله، چې کاشکې ټول عمر له دې پېغلې سره يو ځاى اوسېدلاى واى. هانخ د مېز لاندې نه ورته کتل، دا پېغله نجلۍ يې پخوا نه وه ليدلې، نجلۍ د خونې په څلور واړو کونجونو نظر تېر کړ او په لوړ غږ يې وويل: (( ښاغلى جونز تشريف نه لرئ؟ ))

هانخ پوه شو، چې نجلۍ د مارکېټ د مدير نوم واخيست، هانخ لا هم د مېز لاندې ځان غلى کړى و، چې نجلۍ د مېز په لور ور روانه شوه، نور نو هانخ پر دې ښه باوري شو، چې نجلۍ به يې ويني، وېرېده له دې چې نجلۍ يې يو ناڅاپه دلته په ليدو چيغې نه کړي او د مارکېټ ټول کارکوونکي به راخبر شي، هانخ ته بله لار نه وه پاتې، اړ شو، چې راووځي، نجلۍ چې دى د مېز لاندې وليد، دوه درې ګامه شاته شوه او په  زوره يې چيغه کړه.

هانخ په لړزېدلي غږ ورته وويل: (( تاسې وېرېږئ مه... زه له تاسې سره هېڅ کار نه لرم...))

-     (( تاسې څوک ياست؟ ))

-                     (( زه ... هېڅ... هو، يانې زه هم د مدير ليدو لپاره راغلى وم ))

-     (( ولې نو د مېز لاندې  پټ شوي وئ؟ ))

هانخ په چټکۍ ځواب ورکړ: (( د کورتۍ تڼۍ مې وشلېده او د مېز لاندې پرېوته، ما غوښتل تڼۍ راواخلم ... ))

نجلۍ له ځواب اورېدو وروسته په خندا شوه او ويې ويل (( وئ زما خدايه! تا خو زه ووېرولم، ستا په ليدو ډېره خوښه شوم، زه د ښاغلي جونز منشۍ يم او دلته يوې دوسيې پسې راغلم ))

هانخ په شکمنه لهجه ورته وويل (( زه لا په دې نه وم خبر، چې ښاغلى جونز ستاسې په څېر يوه ښکلې او ښايسته منشۍ هم لري او د حيرانتيا خبره خو دا ده، چې تاسې د شپې هم کار کوئ ))

نجلۍ بيا هم له خپل ځواب  سره يوه نازکه او زړه وړونکې خندا ملګرې کړه.

-  (( نه زه د شپې کار نه کوم، تاسې پوهېږئ، چې د جنورۍ د مياشتې رخصتۍ رانږدي دي، غواړم يوه څه کارونه د شپې له خوا تر سره کړم ))

 هانخ اوس خپله پينځه ډزې تمانچه په جېب کې ايښې وه او په ډاډ يې ساه اخيسته.

نجلۍ د المارۍ په لور روانه شوه، دا چې قد يې ټيټ و، ويې نشو کولاى چې د المارۍ څلورمې خانې نه دوسيه راواخلي، مخ يې د هانخ په لوري را واړوه او ورته يې وويل (( ښاغلى ....))

د هانخ خپل نوم يې په وارخطايۍ واخيست، (( هنري وارد ))

دا ځل نجلۍ په لازياته زړه وړونکې لهجه ورته وويل (( ښاغلى هنري وارد شونې ده غوښتنه درڅخه وکړم، تر څو دا دوسيه راته له المارۍ څخه راواخلئ ))

هانخ له ځايه پاڅېد، د المارۍ په لور ورغى، څلورمه خانه يې راخلاصه کړهز

دا نو د نجلۍ لپاره ښه وخت و، د خپل بکس ځنځير يې  کش کړ، خپله وړوکي توره يې راو ايسته، هانخ لا دوسيې ته لاس نه و وروړى، چې نجلۍ په خپل ټول توان سره توره د هغه پر ملا ورښخه کړه، هانخ وار سره سمدستي سستي احساس کړه، لاسونه يې ځوړند شول، مخکې له دې چې پر ځمکه راپريوځي، په ملا کوږ شو، د نجلۍ په لور يې وکتل، هغه پر خپل ځاى هماغسې ولاړه وه، همداسې پړمخې پر ځمکه راولوېد،نجلۍ ژر ورټيټه شوه، له جېب نه يې ورته يو پاکټ راوويست او په خپل بکس کې يې کېښود، همداسې له خونې ووته.

په همدې وخت کې لاوسون هم مارکېټ ته رواورسېد او د لفټ په لور ورغى، لفټ ته  ورننوت، څو شېبې نه وې تېرې، چې لاوسون د يوويشتم پوړ په لارو (( دهليز )) کې ولاړ و. شاو خوا يې وکتل، پر يوې دروازې يې راځړېدلې دړه وليده، چې پرې ليکل شوي و (( د مدير خونه ))، خپله تمانچه يې راوويسته او ورو ورو د دروازې پر لور ورغى، د دروازې يو څنګ ته ودرېد، دروازه نېمکښه وه، لاسون خونې ته دننه وکتل، خونه چوپه چوپتيا وه، وړاندې له دې چې خونې ته ننوځي، ورو يې غږ کړ (( هانخه! ... هانخه!...))

له خونې يې هېڅ وانه ورېدل، لاوسون خپل غوږونه نور هم څک کړل، زګېروي  يې تر غوږ شول، دى پوه شو، چې په خونه کې څوک له مرګ سره لاس و ګرېوان دى. دروازه يې پرانېسته، په تمانچه کې يې مرمۍ تېره کړه او په يوه ترپ کې يې ځان د خونې منځ ته ورساوه، خو په لومړي نظر يې هېڅوک ونه ليد، د خونې په هر کونج يې نظر تېر کړ، د المارۍ په خوا کې يې هانخ پړمخې پروت وليد، چې يوه وړه توره يې هم خواته پرته وه، لاوسون ورټيټ شو او د هانخ سر يې له ځمکې راپورته کړ، ورته يې وويل (( ته هانخ يې؟! ))

هانخ د يوې ترخې موسکا هڅه وکړه، په داسې حال کې چې خبرې يې په ډېرې سختۍ سره کولې ورته وويل (( هغوى... هغوى... زه .... م ... مړ کړم... )) نور په سلګيو شو،  لاوسون ورته په زوره غږ کړ (( ووايه... ووايه.. څه دې ويل؟ ... ښه ووايه د لفټ ساتونکي څنګه؟... ))

د هانخ اواز له ستوني نه راپورته کېده، لاوسون دې ته اړ شو، چې خپل غوږ  د هانخ خولې ته ورنږدې کړي، هانخ په ډېرې خوارۍ سره وکولاى شول، چې يو څه نېمه خبره په بنده بنده ژبه وکړي.

- (( رودي .... رودي ... پوهېږي...))

لاوسون پوښتنه وکړه (( رودي دلفټ ساتونکې ده؟ ))

هانخ خپل سر وخوځاوه، لاوسون بيا پوښتنه وکړه (( هغوى څوک وو؟ ))

-                 (( دو... دو.... دوزخيان ))

لاوسون خپلې وروځې پورته و اچولې، فکر يې وکړ، بيا يې  وويل (( څه کار کوي؟ ))

_ (( ن... نه  ))

له همدې سره يې له خولې وينې راغلې، سر يې کوږ شو، لاوسون وپوهېده، چې اوس نو نورې پوښتنې بې ګټې دي، ورو له ځايه پاڅېد، په دسمال يې توره له لاستي ونيوه، دسمال کې يې ټوله تاوه راتاوه کړه او د کورتۍ جېب کې يې کېښوده، له خونې راووت، لفټ ته راغى، د لفټ ساتونکي نه يې پوښتنه وکړه ((  ته رودي پېژنې؟ ))

د لفټ ساتونکي په ډېر درناوي ځواب ورکړ (( قربان څو شېبې وړاندې مې همدلته په مارکېټ کې وليده، ګومان کوم کورته لاړه ))

- ((  ته يې درک راکولاى شې؟ ))

- (( هو، قربان هغه په هارلند کې چې د هارلم تر څنګ د تور پوستو مېشت سيمه ده، اوسي، پينځم سړک يوسل اوه پنځوسمه ودانۍ، څلورم پوړ ))

د لفټ دروازه پرانېستل شوه، لاوسون په چټکو ګامونو له مارکېټ څخه ووت او ځان يې خپل موټر ته ورساوه، د موټر د ټيليفون غوږۍ يې راپورته کړه او ويې ويل (( هلو، هلو مرکز... زه لاوسون يم، مهرباني وکړئ، د پوليسو مشر ته خبر ورکړئ، د اسټريټ وال په مارکېټ کې د مدير په    خونه کې مرګ شوى دى، د مرګ اله ما  له ځآن سره رااخيستې د ه، چې په لومړي سر کې يې بايد د ګوتو د نښو پېژندلو لپاره کتنې ته ولېږو او که کولاى شې، اپچاور او سامسون هم خبر کړئ، چې زموږ کورته لاړ شي او زما د راتګ انتظار وکړي، زه د هارلنډ په سيمه کې، پينځم سړک يو سل اوه پنځوسمې ودانۍ، څلورم پوړ ته ځم او د شپې تر يوې  بجې بېرته راګرځم ))

لاوسون خپل ساعت ته وکتل او غوږۍ يې کېښوده.

د شپې لس بجې وې او تر يوې بجې پورې يې څلور ساعته وخت درلود، لاوسون هارلنډ ته ورسېد، باران هماغسې ميده ميده ورېده او په دې غريب مېشته سيمه کې ځاى ځاى په سړکونو کې اوبه ډنډ ولاړې وې، له موټره يې يو تورپوستى وليد، چې په باران کې هم بې غمه روان دى، موټر يې ودراوه او ترې يې وپوښتل (( پينځم سړک کوم دى؟ ))

تورپوستي خولۍ نوره هم پرمخ راښکته کړه، بې له دې چې دده د پوښتنې ځواب ورکړي، همدا تېر شو، ده موټر بېرته ر وان کړ، لږ چې وړاندې لاړ، نظر يې په څلور لارې کې په ولاړ پوليس  ولګېد، ورو ورغى، موټر يې د پوليس تر څنګ   ودراوه، ښېښه يې ښکته کړه او ترې ويې پوښتل (( پينځم سړک کوم دى؟ ))

پوليس په ګوته مخامخ اشاره وکړه او ويې ويل (( له څلور لارې چې تېر شوې، کيڼ لاس ته سړک ))

لاوسون موټر د څلور لاري په لور روان کړ، له څلور لارې چې تېر شو، کيڼ لاس ته په سړک وروګرځېد، باوري شو، چې همدا سړک دى، موټر يې د سړک يوې غاړې ته ودراوه، په داسې حال کې ې لاسونه يې د پتلون په جېبونو کې منډلي وو، روان شو، د ودانيو شمېرې يې په سختۍ لوستلې، په دې يې ډېر وخت ولګېد، نږدې نيم ساعت وروسته يې هماغه ودانۍ وموندله، نور نو دى هم لوند خيشت شوى و، ودانۍ لفټ نه درلود، لاوسون اړ شو، چې په پوړيو څلورم پوړ ته پورته شي، کله چې پورته شو، ويې ليدل، چې يو کمزورى او کم رڼا ګروپ په لارو کې يوه تته رڼا خپروي.

لاوسون د لومړۍ دروازې په زنګ ګوته کېښوده، يوې ښځې چې د خوب کالي يې پر تن و او وېښتان يې هم ګډ وډ وو، دروازه پرانېسته، د لاوسون په ليدو يې وخندل او په يو ډول زړه وړونکيو حرکاتو يې وپوښتل (( ښاغليه! څه غوښتنه لرې؟ ))

لاوسون سر ښکته کړ او ويې ويل (( بښنه  غواړم، د رودي کور کوم يو دى؟ ))

ښځه ددې خبرې په اورېدو سره په غوسه شوه او ويې ويل (( دروازه بنده کړه او ژر له دې ځايه ورک شه )) لاوسون نه غوښتل خپل وخت له لاسه ورکړي،پښه يې په درشل کېښوده، خو ښځې چيغې کړې (( که له دې ځايه دې رنګ ورک نه کړې، نو همدا اوس به پوليس راخبر کړم ))

لاوسون يوه نرۍ خندا وکړه، له جېب څخه يې يو ډالر راوويست او همداسې په سړه سينه يې په لاس کې تاو راتاو کړ، بيا يې ښځې ته وويل (( ومې ويل د رودي کور کوم يو دى؟ ))

ښځه چې اوس د ډالر په ليدو يو څه نرمه شوې وه، له دروازې دباندې راووته، لاوسون ته يې د ګوتې په اشاره د لارې وروستى سر وروښود او ويې ويل (( هاغه مخامخ دروازه ))

لاوسون ډالر بېرته په جېب کې کېښود او په موسکۍ لهجه يې وويل (( مننه ))

ښځه چې د ډالر د لاسته راوړلو نه نهيلې شوه، نو خپله لغته يې هغه پسې اوږده کړه، خو لاوسون يې له لغتې ډېر وړاندې تللى و او نږدې لارې ته رسېدلى و.

لاوسون د رودي د کور زنګ وواهه، زنګ لاړ، خو تر ډېره څوک رامعلوم نه شو، څو شېبې يې نور هم انتظار وکړ،  خو څوک رانغى، د دويم ځل لپاره يې بيا د زنګ په تڼۍ زور کړ، خو بيا هم تر ډېره څوک رانغى، له دننه نه هېڅ غږ هم نه راته، لاوسون دروازه ورو غوندې ټېل وهله، ويې ليدل چې دروازه خلاصه ده، لاوسون په کراره يو ګام دننه ورغى، ټول کور تيارې نيولى و، لومړى يې له ځان سره وويل، چې بايد څراغ روښانه کړي، خو ډېر ژر له خپل نظر نه په شاشو، لږ نور صبر يې هم وکړ، غوږ يې ونيوه، د چا د ساه اخيستو ښکالو يې تر غوږ شوه، لاس يې خپل جېب ته وېوړ، چې تمانچه راوباسي، خو لايې تمانچه نه وه راويستې، چې پر سر يې يوه توره کڅوړه راکش شوه او په غاړه کې يې پړى ولوېد. لاوسون داسې درک کړه، چې زندۍ کېږي، هڅه يې وکړه چې کڅوړه له سر او  غاړې لرې کړي، خو ونه توانېد،لاوسون وپوهېده، چې څو تنو په ده حمله وکړه، په نهيليتوب يې ځان ته ټکان ورکړ، خو بې ګټې و، ورو ورو يې زنګنونه سستېدل او پالاخره په ځمکه راولوېد، په يوه شېبه کې يې ټولې زړې کارنامې، جنګونه، ماموريتونه، مينې او هر څه د فنا په حال کې وليدل، ژوند يې نږدې پاى ته رسېدلى و.

د مرګ له فکر راووت، لکه څوک چې ورته وايي (( ته بايد مړ نه شې، ته بايد ژوندى پاتې شې، ته لا ځوان يې، تاته مرګ ډېر رانږدې شوى دى، هڅه وکړه... ))

د مرګ اندېښنې هغه هم داسې يو مرګ، چې دناڅرګندو کسانو له لوري وي، په ده کې يو نوى توان راپيدا کړ، د چل جوړولو په فکر کې شو، هغه فرصت چې ده ته د ساه اخيستلو لپاره ورپاتې و، په ټول زور يې ژوره او اغوږده ساه واخيسته لاس او پښې وهل يې پرېښودل او داسې يې وښودله، چې ګوندې مړ شوى دې وي، د بدن تول غړي يې سست کړل او ځان يې لکه د غوښې يوه ټوټه وغورځاوه.

دا چل هم د لاوسون د ځان ساتنې لپاره دومره بريالى نه و، ځکه چې مرګ يې حتمي و، ددې هم امکان و، چې ناپېژانده حمله کوونکي پړى نور هم کش کړي او يا يې په سينه او سر په چاقوګانو ووهي، خو کله چې ده لاس او پښې وهل پرېښودل او ځان يې لکه د مړي په ځمکه وغورځاوه، نو غږ يې واورېد (( کار يې خلاص شو ))

-                 (( هو زندۍ شو، دده له لاسه خو په ارام شوو ))

(( له مړي سره به يې څه وکړو؟ ))