غزل
2009-04-25 05:22:32
چې ځان ته په ارمان پسې ارمان پيدا کووم
يو خيال په زړه کې نوی د جانان پيدا کووم
هر غم دې دلاسا زما د زړه د هيلو نه شي
دې کار ته به ضرور غم د هجران پيدا کووم
له زړه نه که مې غم وځي د اوښکو په لباس کې
په ستر کې يې نور هم لا امکان پيدا کووم
ازل ځنې مې رب په کې پوره برخه راکړې
زاهد نه يم چې هره ورځ ايمان پيدا کووم
چې ستا له التفاته پوښتم دی مې څه حاجت
په خام عقل مې ځان ته امتحان پيدا کووم
د عشق د منزل لوري مې د ښار کوڅو کې نه شته
دې ورکې پسې لار د بيابان پيدا کووم
هجران ښه دی چې فکر مې خالي له تا نه نه وي
په وصل کې خو ((وړه )) خپل ورک ځان پيدا کووم
۱۳۸۴وږی ۱۳
کندهار چارسو سرپټی بازار