دوه سوه قدمه

دوه سوه قدمه

د شپې پينځه باندې دولس بجې وې، هغه مې په خوب کې وليده تك سور کميس يې پر غاړه و، خندلې يې، تر ډېره راسره ولاړه وه، ډېرې خبرې يې راسره وکړې....

حيران وم چې دا نو ولې دومره وخت وروسته بيا په خوب کې راغله؟ د هغې د کوژدې خو دا پينځمه مياشت ده او ما لا دکوژدې په لومړۍ ورځ له ذهنه وايسته، هېره مې کړه، يوازې هغه نه؛ بلکې د هغې ټول يادونه مې هېر کړل.

هو دا ده، د هغې له کوژدې وروسته لومړى ځل دى، چې په خوب يې وينم، نه پوهېږم ولې؟ ښايي نن شپه څه کيسه شوي وي، الله جل جلاله دې خير کړي. هغې په خوب کې راته ډېر څه وويل؛ خو اوس مې هېر دي، يوازې دا خبره مې يې ياده ده (( زه ستاسې له کوره په راغلې لار ه دوه سوه قدمه وړاندې به درته ولاړه يم، ضرور راشه په کار مې يې ))

زه اوس ويښ يم، د هغې خبره مې اوس هم په ذهن کې ګرځي راګرځي. هغې چې په مټ څپېړه راكړې وه، درد راته نه كوي؛ خو د وار اثرات يې اوس هم پر هماغه ځاى احساسوم. نه پوهېږم، ملا د سهار اذان کړى دى اوکنه؟ له خپله کوره راوتى يم، پر هغې لار روان يم، چې هغې راته ښوولې وه، يوازې خپلې لارې او قدمونو ته ګورم، لکه ليونى ګړندي ګړندي ګامونه اخلم او شمارم يې، وړاندې روان يم.

نه پوهېږم چېرته ځم؛ خو دومره ډاډه يم، چې دا لار ضرور يو ښه انجام ته رسېدلې ده. ډېر ښه انجام ته!! اوس مې نور هر څه له ياده وتي، تر دې چې ځان مې هم له ياده وتى يوازې د هغې هماغه يوه خبره اورم او بس. (( زه ستاسې له کوره په راغلې لار ه دوه سوه قدمه وړاندې درته ولاړه يم، ضرور راشه په کار مې يې ))

هېڅ نه پوهېږم، روان يم.... روان.... روان او همداسې روان.... خو قدمونه مې شمارم لا هم تياره ده، داسې څه نه ښکاري چې ويې پېژنم، يواز ې خپله لار او خپل قدمونه وينم....

دغه دى اوس ورنږدې شوم، دا يې هم يو سل پينځه نوي، يو سل شپږ نوي يو سل اوه نوي ....اوه.... اوه.... دا خو د سين غاړه ده، دا څه کيږي؟

هېڅ نه پوهېږم، زما او د سين تر منځ درې قدمه فاصله پاتې ده، پر خپل ځاى ولاړ يم هېڅ پرېكړه نشم کولاى، يوازې دوه ډوله اوازونه اورم، دا يو مې عقل دى، چې راته وايي (( ګوره! ته څومره ساده يې، چې په خپلو خوبونو دومره باور كوې، اوس ولې په زوره خپل ځان سين ته اچوې؟ ته بايد د کلي له ملا نه تپوس وکړې، چې دا خوب دې شيطاني دى او که رحماني؟

هغه  خو پينځه مياشتې مخکې واده شوې او ته خو...

له بلې خوا مې زړه راته چيغې وهي، چې (( هغه ده درته ولاړه ده، ګورې همدا تا ته انتظار ده، هله ځان سين ته واچوه، چې خپلې محبوبې سره دې يو ځاى وصال په برخه شي، ورشه ځان سين ته واچوه، واخله دا درې قدمونه نورهم پوره کړه، چې ور ورسېږې، هغې درته نه ويل چې ضرور راشه په کار مې يې ))

زه لا هم په خپل ځاى ولاړ يم، کله سين ته ګورم اوکله درې قدمه فاصلې ته  د سين مستې څپې يوه پر بلې اوړي راوړي، هېڅ پرېكړه نشم کولاى، د زړه او عقل مسلسلې چيغې مې اورم، بيا هم کله سين ته ګورم اوکله درې قدمه فاصلې ته او پر خپل ځاى هماغسې ولاړ يم.

 

٢٢_ وږى _ ١٣٨٥لمريز

لغمان، الفت کلى