ستر راز

ستر راز

ليكوال: هجرت الله اختيار

يو چا راته كيسه كوله؛

غريبي بد شى دى، دا مې څلورمه مياشت وه، چې کلي ته نه وم تللى خو څوک راباندې نه وو پوى شوي؛ ځکه چې د هرې جمعې په ورځ به سهر وختي له کوټې وتم او ماښام به ناوخته  بېرته راتلم، ملګرو ته مې داسې ښوولې وه چې کورته ځم؛ خو....

کلى مو هم دومره لرې نه و، يواځې د اتيا افغانيو خبره وه؛ خو لس تر ښاره او دېرش تر کلي - همداسې له هغې خوا بېرته دېرش تر ښاره او لس تر پوهنتونه؛ خو بس څه ووايم يواځې ددې اتياافغانيوخبره هم نه وه، يونيم سل مې نورې هم له لاسه وتې، دا يې هم دوسوه دېرش او دوه سوه دېرش افغانۍ زما د ټولې اونۍ لګښت و.

زه هم دپوهنتو ن په ليليه کې اوسېدم، موږ په يوه خونه کې اته تنه وو، څوک ديوځاى او څوک د بل ځاى؛ خو دا چې د خپل کلي راسره څوک نه ول؛ نو چا ته مې کمه هم نه ويلې؛ ځکه د پوهنتون ملګرتوب بل قسم وي.

زموږ د ليليې معمول داسې و، چې د نږدې کليو محصلين به په اوونۍ کې يو ځل کور ته تلل، د لږ لرې ځايو به بيا په مياشت يا دوو کې يو ځل تلل او د ډېر لرې ځايو به بيا د سمستر ترخلاصېدو وروسته.

خو دوى هرې ډلې به له كوره د راتګ پر مهال د خپل هماغه معمول وخت، چې پوهنتون كې يې تېراوه، لګښت له ځان سره راوړ او تر هماغې معلومې مودې پورې به يې رسوه. زه هم د هغوى غوندې وم، چې د سمستر تر پايه به کورته نه تلم؛ خو په دومره توپير سره چې هغوى به د ټول سميستر تر خلاصېدو پورې هيڅ کور ته لاړ شم، يو خو مې دوسوه دېرش افغانۍ تاوان و او بل دکور ....

که يو ځل تللاى واى؛ نو مجبور وم چې بېرته نه واى راغلى.

نه پوهيږم تاسې به پوهنتون لوستى وي اوکنه؛ خو دا رښتيا ده چې پوهنتون لوستل ډېر زور غواړي. تاسې د هغه محصل په اړه فکر وکړئ، چې پلار يې سپينږيرى وي، دکور لګښت يې يوازې پلار د دوو غواګانو له ساتلو پوره کوي او په کلي کې د داسې تربوررانو تر منځ اوسي، چې د هر کور دوه - درې تنه په اروپا کې ګټه كوي او دوى يې دلته خوري. داسې د پوهنتون له غمونو پرته دکور ټول غم ښادي، روغ او رنځور ټول دده پرغاړه وي او د ملاتړ لپاره وروڼه هم ونه لري او....

زه به د اوونۍ شپږ ورځې پوهنتون كې وم؛ خو دجمعې په ورځ به سهار وختي ښار ته تلم او د را روانې اوونۍ د لګښت غم به مې خوړ.

نن بيا د پوهنتون د نورو محصلينو لپاره د جمعې مباركه ورځ، چې كور كې د تېرولو ورځ يې ګڼله، وه؛ خو ما لپاره د راروانې اوونۍ د لګښت د غم خوړلو ورځ وه. زه اړ وم، چې نن بيا ښار ته لاړ شم او د راروانې اوونۍ د لګښت غم وخورم، كه نه مې خوړ؛ نو په كوټه كې ملګرو ته كم راتلم.

سهار وختي، چې د كوټې ځنې ملګري مې لا هماغسې ويده ول، ما تر لمانځه وروسته يو دوه پاڼې تلاوت وكړ او غلى له كوټې ووتم.

بيا هم د نور جمعو غوندې ښار ته په رسېدو هماغه باغ ته لاړم، کالي مې بدل کړل او خپل تور دسمال مې له سره وتاړه، د باغ په هغې بلې دروازې لنډ د مزدورانو چوک ته ووتم، زه هم د مزدورانو څنګ ته ودرېدم. خداى مې په ښه و دوه درې دقيقې به لا نه وې وتې، چې يو په موټر سايکل سپورسړى راغى، په مزدورانو کې يې سترګې غړولې، ما ورته په ځير ځيرکتل، تر څو د نورو ورته پام کېده، ما ته يې په سر اشاره وکړه، چې نږدې ورغلم، ويې پوښتلم:

- (( کارکوې؟ ))

کړه مې:

- (( بلې صيب! ))

دلته رانه غلطي وشوه، د (( بلې صيب )) په ويلو زه هغه ته مزدور ښکاره نه شوم. يو ځل يې ښکته پورته راته وکتل؛ خو څه يې ونه ويل. راته يې په سر اشاره وکړه، چې کېنه راپسې. زه ورپسې وروسته په موټر سايکل کېناستم او روان شو.

شل پينځه ويشت دقيقې مزل به موکړى و، چې کور ته يې ورسېدو. دى کور ته ننوت، موټر سايکل يې چې ودراوه، بېرته راووت. زه يې هم له ځان سره دننه بوتلم، د کور په منځ کې يې څاه ته ودرولم، راته يې کړه (( دغه څاه ده ته به ورښکته شې، بوکه راته ډکوه، زه به يې راکشکاږم ))

(( ښه )) مې ورته وکړل او څاه ته ورښکته شوم، شپږ اوه بوکې به يې لانه وې پورته كړې، چې له کوم ځايه ورته زنګ راغى، دى يې هلته غوښت، ضرور کار و، بايد ورغلى واى. دى خپل کار پسې لاړ او پر خپل ځاى يې ورور راوغوښت، بيا هم زه لاندې وم، بوکه به مې له شګو، خټو او اوبو ډکوله او پاس هلک کشکوله، همداسې ان تر غرمې ....

نه پوهېږم څو بجې به وې، چې له پاسه غږ راوشو (( ماما راوخېژه غرمه ده ډوډۍ به وخورو ))

زه هم ستړى وم، د همدې غږ په انتظار وم، ورو ورو راوختم، لوند خيشت وم. هلک د څاه په ژۍ راته ولاړ وو، چې سر ته راورسېدم، لاس يې راکړ. له څاه نه چې راووتم، هلک يو دم (( اخ ))کړ، زما هم چې په هغه سترګې ولګېدې يو قسم خاص حالت راباندې راغى، چې دلته يې نشم ليكلاى.

هلك يوه شېبه غلى ولاړ و، يو دم يې چيغه كړه (( وئ شمسه! دا ولې؟! شمسه.....شمسه! چېرې وې؟ دا چا.... ))

زه لکه ګونګى، هېڅ خبرې مې نه شوې کولاى، يوازې سترګې مې له اوښکو ډکې شوې او اوار رپېدم.

له هغه مهاله نږدې يوه مياشت وتې ده؛ خو اوس مې هم  چې کله په پوهنتون كې په منظور سترکې ولګيږي، يوقسم خاص حالت راباندې راشي، فكر كوم د هغوى په كور كې د څاه پر غاړه ولاړ يم؛ خو هغه وشرميږي او سترګې ښکته واچوي؛ خو خوښ پر دې يم، چې زما دغه ستر راز اوس هم له ګران منظور سره امانت پاتې دى.

 

٩_ وږى _ ١٣٨٥لمريز

لغمان الفت کلى

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

په (( الفت )) مجله كې خپره شوې ده.