غزل
2009-04-19 04:44:00
په دا هسې طاعت نه مومي خپل لوري
چې د بل تر پښو ذليل ځي لکه سيوري
لکه ځينې زړه به تل د نفس تابع وي
چې په نورو سترګو رنګ د دونيا ګوري
که مې سر څومره د رب په در کې ټيټ کړ
هومره لوړ مې شول په سر د اقبال ستوري
خدايه خير لکه چې رنځ مې د عشق ښه شو
اسوېلي چې نن په خوله راتله کمزوري
چې ورځي تر غزليز ښايسته خيال مې
ترې راوړي همېش خواږه د غزل توري
۱۳۸۰ مرغومى ۲۶ مه ،ايبټ اباد نورکالونۍ، د همدرد لالا کور