غزل
2009-04-19 04:40:00
غزل
حُسن يې بربنډ و او پر مخ يې پرده نه وه
پاكه ايېنه زما د زړه له ګرده نه وه
ستا د پسرلي حسن تصور چې راسره شو
بيا نو زمانه راباندې ګرمه و سرده نه وه
نن يې كوربنو سترګو زما ښه عزت ادا كړ
نن خو يې پښتو لكه پخوا نامرده نه وه
مينه كې چې ما خپله دا خپل سر زنده باد كړ
دا چيغه د عقل وه د زړه له درده نه وه
اوس مې د شپې ستا هيله په زړه كې ګرده ګرځي
دا وړه ماشومه خو پخوا شب ګرده نه وه
دا د خزان نښه د ساړه مرګي خبر دى
خدايږو زما ګونه خو كله دومره سرده نه وه