د هريپور ادبي كيسه
2009-04-08 03:27:26
د هريپور ادبي کيسه
ليكوال: هجرت الله اختيار_ كابل
هريپور د پېښور ختيځ لور ته په نږدې ۱۶۵ كيلومترۍ كې پرته سيمه ده، چې اوس هم په د افغان كډوالو يو لوى پنډغالى آباد دى.
زه د ١٣٨٣ لمريزکال د غويي د مياشتې پر ١٢ مه نېټه له هريپور څخه راوتى يم، له هغې وروسته بيا کله نا کله ورغلى يم، خو داسې لکه مېلمه، دوه ؛ درې شپې مې په کې کړي او بېرته ترې راغلى يم؛ خو هريپور مې اوس هم د خوبونو سيمو ده. زما ډېرې خاطرې او کيسې ورپورې تړلي دي. ترټولو مهمه دا چې شاعري مې دغلته پيل کړې او....
اوس چې د هريپور په اړه هره خبره کوم؛ نو پيل يې له خپل ځانه کوم. هغه مهال چې ما د شاعرۍ نړۍ کې قدم کېښود، يانې په ١٣٨٠- ١٣٨١ کلونو کې، په دغې لويه سيمه کې مې همنظرى يوازې يو ملګرى (احمدولي مرور) درلود، چې زما د زړه غږ ته غوږ کېږدي او .... دا ځکه چې هغه شاعر و او زه يې هم شاعر کړى وم. كه څه هم د شاعرۍ له ډګره پرته مې په كې نور ډېر خواږه ملګري لرل.
نور شاعران؛ هو هغه مهال ښايي په دې پراخه سيمه کې نورو شاعرانو هم شتون درلود؛ خو زه يې په موندلو نه وم توانېدلى. اوس له هغه مهاله يوازې شپږ اوه کاله تېرېږي؛ چې څومره خبرېږم، ښاغلي محتاج په کې دومره شاعران پيدا کړي، چې تذکره يې ترې چاپ کړې ده. د تذکرې پر پوخ يې دومره غټه او هيله منه خبر ليکلې، چې ماته له هريپوره په خپل راتګ پښېمانتيا راځي. (( دا څاڅکى څاکى به درياب جوړيږي )) الله دې وکړي، چې رښتيا هم له دې څاڅکو درياب جوړ شي.
رښتيا درته وايم، هغه مهال مې چې نوې شاعري پيل کړه، نو يو ارمان مې دا و، چې په هريپور کې دې د شاعرانو يوه داسې ټولنه ولرو، چې هره اوونۍ يا پينځه لس ورځو کې يو ځل په کې راټول شو، که څه هم دغه ارمان مې لومړى په پامير ادبي ټولنه کې يو څه پوره شو؛ خو هغه ټولنه هم له دوه- درې غونډو وروسته له منځه لاړه.
ورپسې کال – دوه وروسته مو له يو څه منډو ترړلو يو څو نور ليوني (( شاعران )) هم پيدا کړل او اصلاحي ادبي ټولنه مو رامنځته کړه. زما په دې ټولنه کې بيا هم کال پوره نشو، چې زه ترې له تورخمه راواوښتم او هريپور او ادبي منډې ترړلې د اصلاحي ادبي ټولنې يارانو ته پاتې شوې. د هغوى دې هم کورونه ودان وي، چې تر دې دمه يې نه يوازې نوموړې ټولنه وساتله؛ بلکې ويې پاللـه او داسې يې وځلوله، چې اوس يوازې تر هريپوره محدوده پاتې نه ده؛ بلکې د هېواد ګوټ ګوټ ته يې انګازې ورسېدې او رسيږي او تر دې چې له هېواد بېرون، لرې او ډېر لرې د سعودي عربستان تر تودو شږو ( رياض ) يې هم انګازې خپرې شوي؛ ځکه د ښاغلي محتاج له خوا راټوله شوې او دده په ګوتو ليکل شوې د هريپور ميشتو شاعرانو تذکره په سعودي کې د (( افغان مرستندويه کولتوري ټولنې – رياض )) له خوا خپره شوې ده.
ما دا دومره اوږده سريزه د ښاغلي محمد روز محتاج د راټولې کړې تذکرې پورې راوړه. که څه هم ګران محتاج په دې تذکره کې زه هم لوستونکيو ته ورپېژندلى يم؛ نو وېرېږم پر دې چې پر تذکرې خبرې مې د پر ځان خبرو مانا ونه لري.
ښاغلي محتاج په نوموړې تذکره کې ټولټال يوويشت هريپور ميشتي شاعران راپېژندلي، چې په ٨٧ مخونو کې يې د هر شاعر لنډه پېژندګلو او د شعرونو يوه _ دوه او درې بېلګې راوړي دي. زه ددې تذکرې او شاعرانو په څرنګتيا نه غږېږم او نه وايم، چې تذکره څومره تذکره ده؟ او شاعران يې څومره شاعران دي؟ ځکه ښايي ددې تذکرې زما پر ګډون د ځينو شاعرانو په شعرونو کې ډېرې ادبي او ... ستونزې شتون ولري؛ خو پر دې غږېږم او ډاډه غږېږم، چې اوس هريپور او هريپور ميشتي شاعران نه مړه کېږي، نه هېريږي او نه ورکيږي.
ما دا خبره کوم بل ځاى هم کړې وه او دلته يې بيا کوم، چې په هريپور کې ښايي پخوا هم ډېرو شاعرانو ژوندکړي وي يا کاوه. خو تر اوسه يې ما نه له چا څخه د ادبي هڅو او ... په اړه څه اورېدلي او نه هم لوستي. خو اوس د هغې سيمې ځوانان شاعران دومره هڅاند او زيارکښ دي، چې ويې شول کولاى ځانونه له هريپور څخه راوباسي او په نورو يې هم وپېژني. او دا ځکه چې دغه شاعران هلته يو منظم حرکت (( اصلاحي ادبي ټولنه )) لري، هغوى اوس له همدغه ځايه (( برخه )) مهالنۍ هم خپروي.
ما مخکې ياده کړه، چې زه ددې تذکرې پر څرنګتيا نه غږېږم، خو دا ضرور وايم، چې ددغسې يو تذکرې چاپ او راټولول تر ټولو اړين و؛ ځکه اوس نه ارزي، چې د تېر په څېر دې د هريپور شاعران او هلته ادبي هلې ځلې هېرې او د وګړيو له نظره لرې پاتې شي.
په هريپور کې د اصلاحي ادبي ټولنې سرلاري او لاروي ډېرى ځوانان شاعران دي، چې دوى په ادبي هلو ځلو کې ستړيا او ستوماني هېڅ نه پېژني، زه هيله من يم، چې يومهال به ددغو ځوانانو د شعرونو ټولګې او نور کتابونه له چاپه راووځي او په دې ډول به د ادب په تاريخ کې د (( هريپور)) په نوم يو ځانګړى څپرکى پرانېزي.
په همدې هيله.