غزل
2009-04-08 03:24:46
غزل
شېرآغا سالم، هريپور
شپه د هجر طولاني شوه يار رانغى
جېلخانه مې زندګي شوه يار رانغى
په اُميد مې وه د زړه دنيا بې اوښکو
اوس له غمه باراني شوه ياره رانغى
ما ويل چې د وصلت غوټۍ به ګل شي
دا ارزو هم ارماني شوه يار رانغى
بېلتانه راته په منځ کې تقسيم وکړ
را په برخه پرديسي شوه يار رانغى
چې محل د زړه رقيب راته کنډر کړ
هرې خواته وېراني شوه يار رانغى
اى سالمه! څومره لرې فاصلې شوې
ساه مې لاړه اسماني شوه يار رانغى