د خداى مخلوق ته!

د خداى مخلوق ته!

زړه مې د نړۍ په هر بشر پورې تړلى دى

زړه کې مې راشين د تقدس د مينې زړى دى

داسې ګڼم هر يو چې زما د کاله غړى دى

خېژي که منصور په دار زما د غاړې پړى دى

 

چېرته چې فرياد  اورمه زه ورسره ژاړمه

ځان ته د خوښۍ شيبې له نورو سره غواړمه

ګرد د قافلې ومه له هغو سره لاړمه

دې کې د پيوسته ژوند مرموزه معنا ژباړمه

 

غم د هر يو کور او هر ديار زما په زړه کې دى

ستا غم مې راشين چې لکه اوښکه په لېمه کې دى

روح مې مشترک په درد و غم دلته هر څه کې دى

روح مې ناارمه د يو بل په بېلتانه کې دى

 

نه لرم کرار د هر بشر د زخم درد يمه

زړه د کائيناتو ايېنه لرم که فرد يمه

ورا او جنازې پسې ځم هغه رهنورد يمه

يمه د بېلتون اسويلى ګرم نه شوم سرد يمه

 

تاسره چې مرګ ته خوځېدلى ستا په لار يمه

ستا که شمعه اوښکې سوځي زه هم لکه تار يمه

تا سره دا ستا په څېر د ژوند له برخې خوار يمه

تا غوندې د سپين سهر قانون ته انتظار يمه

 

ته چې کله وخاندې زه هم له خندا شين يمه

ته که ډکه لپه د دعا يې زه امين يمه

ستا په غم چې کرښې کرښې دى هغه جبين يمه

اى د خداى مخلوقه له ازله په دې دين يمه

 

زه ستا د ارمان په جنازو پسې روان يمه

لوله مې د اوښکو عبارت يمه اسان يمه

ستا د ارمان اوښکه يمه تا غوندې پرېشان يمه

روح غوندې دردمند په حادثو د هر انسان يمه

 

څو پورې راځاى چې لکه تار ستا په سينه کې يم

ډوب به تر هغې ستا د رڼو اوښکو چينه کې يم

شمعې ستا په څېر روان د اوښکو سفينه کې يم

تا سره ملګرى د لمبو مقابله کې يم

 

موږ خو لکه درد رازېږېدلي له پرهره يوو

زه او ته مشتق له يوې مادې او يو مصدره يوو

ورک ولې په سپينه ورځ د يو بل له نظره يوو

ولې په يو تن له نورو غړو ناخبره يوو

 

څو چې زما درد ته سپينه اوښکه او لېمه نشې

پوى به تر هغې زما په حال زما له زړه نشې

درد کې چې شريک د هر انسان په بېلتانه نشې

خير که زما ونه غواړې ته به چېرې ښه نشې

 

ښايي چې راتلوونکي زمانه به مې پر پله نشي

ورک چې مو تر منځه دا نسبت د ( زه ) او ( ته ) نشي

زړه مې ستا په زړه کې محسوس عين لکه زړه نشي

ژوند به مو د ژوند له دې حالاتو سره ونشي

 

وړه! چې مخلوط له يو او بل سره ژوندون کې يوو

(نن) به هم ژوندي يوو که ژوندي هم په (پرون) کې يوو

ورک چې له يو بله د يوبل په زړه راښکون کې يوو

مل به د الفت له هر کاروان سره په يون کې يوو

١٣٨٦لمريزکال د مرغومي اومه نېټه

ننګرهار پوهنتون، درونټه