درې غزلې

پرده پوښه! مخالف اكثر د خپلې ارادې شم درنه لرې شم چې غواړم در نږدې شم پرده پوښه! زړه په نورو لارو سر كړم هسې نه چې دې اخر كې بې پردې شم رانه لرې د ګناه دا پليتي كړه بې فايدې يمه چې لږ خو د فايدې شم زه په كومه لاره درشم چې ستا لار وي؟ درته بيا په كومه لار سر په سجدې شم؟ عقل يو څه رانه غواړي زړه مې بل څه زه حيران يم د هغې شم كه ددې شم؟ ايله اوس دې د لويۍ په راز اګاه شوم ته وعده نوې كړې، زه چې بې وعدې شم ۱۳۸۵_دلوه _ ۲۰، لغمان، الفت كلى شمع زه بې لارې يمه ما په سمه لار كه خدايه ستا د عشق په كار كې مې پكار كه زما خوښ نه دى دا زړه مې ډېر خيرن دى دا اينه راته صفا له ګرد غبار كه هسې نه سر و مال دواړه مې تاوان شي د ژوندكار كې مې خو لږ غوندې هوښيار كه زړه او عقل مې هم همغږي سره نه دي دا دوه وروڼه سره يو د بل همكار كه ستا د عشق د درد خواږه چې ډېر وي ښه ده دې واړه زخم نه جوړ راته پرهار كه چې په ياد ستا د محبوب مې تن اوبه شي ربه! ما د هغه (ص) شمع د مزار كه ۱۳۸۵_ كب _ ۱۷ / لغمان، الفت كلى زه تصوير يم ايېنې غوندې يې ته زما ژوند ته بهانې غوندې يې ته بس په يو نظر دې ټول نشه نشه شم د شرابو پيمانې غوندې يې ته په تا تورې تورې شپې زما رڼا دي ځار دې شم بلې ډېوې غوندې يې ته كله كله سبايي او مازيګر شې اكثر ټكنده غرمې غوندې يې ته زه يو خوړ وم باران وشو راغلم لاړم ته بهانده يې چينې غوندې يې ته چې دې ګورم څومره بيا بيا مې خوښېږې څه عجيبې تماشې غوندې يې ته ۲۰_ كب _ ۱۳۸۵ ل / ننګرهار پوهنتون، درونټه د فدامحمد ارزښت دوى خونه